د لغمان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له تېرو نهو میاشتو راهیسې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت بېلابېلې پرمختیایي پروژې پلې شوې دي.
په لغمان او سمنګان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۹ کسان ټپيان شوي دي.
سېمهییز مسوولین وایي، د جلالاباد – تورخم پر لويه لار او د لغمان په قرغیو ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې یې د ځنګلونو د ساتنې په موخه د کلیوالي شوراګانو جوړولو لړۍ پیل کړې ده.
سیمهییز مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ د لغمان په دولتشاه ولسوالۍ کې له څه باندې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د اتو میلیونو افغانیو په لګښت د یوه سړک او د کابل او ننګرهار د موټرو اډې لپاره د احاطې دېوال جوړولو چارې پيل شوې.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ چې دوولس کاله یې ترمنځ دښمني وه، روغه وشوه.
مهترلام (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۲): د لغمان ولایت سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د
لغمان کې چارواکي وایی چې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند سنګره سیمه کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې یو نوی تاسیس شوی لومړنی ښوونځی پرانیستل شو چې د اوس لپاره به په کې دوه سوه زدهکوونکي زدهکړې کوي.
د لغمان کډوالو چارو ریاست له لوري دوه سوه بېځایه شوو کسانو ته د کوچنۍ کچې کاروبارونو زمینه برابره شوه.
لغمان کې سیمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام، الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې د ۲۸۰ د مالټو باغونو جوړولو چارې پیل شوې.