ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان په الینګار کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

د لغمان په الینګار کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

author avatar
31 Dec 2023 - 15:49
د لغمان په الینګار کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه
author avatar
31 Dec 2023 - 15:49

مهترلام (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲): د لغمان سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ چې دوولس کاله یې ترمنځ دښمني وه، روغه وشوه.

د الینګار ولسوال مولوي نورالهادي صارم د مرغومي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ۱۲ کاله وړاندې د دې ولسوالۍ اړوند د کچور سالاب دېشکندک سیمې اوسېدونکو حاجي احمدعلي او رحمت‌الله چې تره او وراره دي د کورني تاوتریخوالي له امله دښمني رامنځته شوه.

هغه وايي چې په دښمنۍ کې له دواړو کورنیو یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي دي.

ولسوال زیاتوي چې د دغو کورنیو ترمنځ یې د علماوو شورا د استازو، قومي مخورو او ځایي اوسېدونکو په منځګړیتوب روغه وکړه.

بل لور ته، دواړه لوري هم پر دې روغې جوړې خوښ دي.

د کچور سالاب دېشکندک اوسېدونکی ۷۰ کلن حاجي احمدعلي پژواک ته وویل چې په یاده دښمنۍ کې یې خپل ۱۸ کلن ځوان زوی له لاسه ورکړی دی.

نوموړی وایي: «خوښ یم چې د دې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان او دیني عالمانو له خوا دغه دښمني مو په دوستۍ بدله شوه.»

دغه راز رحمت‌الله وویل چې له خپل تره سره دښمنۍ کې یې د کور یوه ښځه وژل شوې وه.

هغه وايي، خوښ دی چې اوس يې دښمني ختمه شوه او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې له دښمنیو ځان وساتي؛ ځکه ډېرې ستونزې په کې وي.

بل لور ته بیا د الینګار ولسوالۍ د علماوو شورا مشر مولوي عبدالباقي مظهري پژواک ته وویل چې په تېرو دوو کلونو يې د کورنیو ترمنځ ۱۱ دښمني حل کړې دي.

Visits: 234

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.