Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې یوې ښځې خپل خاوند وژلی دی.
د سرپل ځايي مسوولین وايي، په دغه ولايت کې د تېرې اونۍ واورې ورېدو له امله روغتيايي مرکزونو ته غځېدلې لارې تړل شوې چې پایله کې یې دوې ښځې او پنځه ماشومان مړه شوي دي.
د سرپل ولایت د پوهنې ریاست د دغه ولایت ښوونځیو ته د درسي کتابونو د وېش بهیر له پیلېدو خبر ورکوي او وايي چې د درسي کتابونو کمښت ستونزه ۷۵ سلنه هواره شوې ده.
د سرپل امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د سرپل سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ د قومي مشرانو او ځايي مسوولینو په مڼځګړيتوب د درېیو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښودل شو.
د سرپل د والیبال ټورنمنټ چې له مرکز او ولسوالیو د شپږو ټیمونو په ګډون پیل شوی و، د سرپل د ښاروالۍ ټیم په اتلولۍ او د کوهستانات ولسوالۍ د الجهاد ټیم په نایب اتلولۍ پای ته ورسېد.
د سرپل امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د انسجام امر د انسانتښتوونکو له منګلو ازاد شوی او په دې تړاو لس کسان نیول شوي دي.
د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې یوه ځوان او د سرپل په ګوسفندې ولسوالۍ کې یوې ښځې ځان وژنه کړې ده.
مسوولین وایي چې فاریاب او سرپل کې د اوبو رسونې پنځو شبکو او د یوه چوک جوړولو چارې بشپړې او دغو ولایتونو کې د شپږو چکډيمونو او یوه چوک جوړولو چارې پیل شوې.
ځایي سرچینې وايي چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې سلګونه لېتر الکولي مشروبات کشف او ضبط شوي او بلخوا سرپل کې د ۷۵۰ کیلوګرامه کاسټیک د قاچاق مخنیوی شوی او د دواړو پېښو په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
سرپل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): په سرپل ولايت کې د امو نفتي حوزه کې له ۸ نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج چارې پیل شوې.
سرپل ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي چې په تېرو اوو میاشتو کې ۱۸۷ ماشومان او تنکي ځوانان چې له ایرانه رااړول شوي د انګلیستان د «وارچیلد» دفتر له لوري له حکومت سره په همغږۍ خپلو خپلوانو ته سپارل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن