سرپل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د سرپل ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د ۳۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې د خلکو او د ۲۰۹ الفتح قول اردو د څلورمې لوا په همکارۍ پیل شوې.
سرپل کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د څلورمې لوا ویاند مولوي محمدنسیم عمري وویل، د ۳۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې چې د صیاد ولسوالۍ اهوی سفلا، اهوی علیا، اهوی میانه، نواباد او تربلاق کلي د دې ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي، د سیمې د اوسېدونکو او لوا له خوا پیل شوې دي.
هغه وویل چې په دې پروژه کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو څلورمې لوا خپله ماشینري په کار اچولې او د هغو د سون او روغنیاتو لګښت د خلکو له خوا ورکول کېږي.
عمري زیاتوي: «د پروژې لګښت تر اوسه نهایي شوی نه دی، خو تمه لرو چې کارونه یې په دوو میاشتو کې بشپړ شي.»
نوموړي وویل چې دې سیمه کې د پوخ سړک نشته، خو د دې پروژې په بشپړولو سره به یاد کلي د ولسوالۍ او د ولایت له مرکز سره ونښلول شي.
د صیاد ولسوالۍ د تربلاق کلي یوه قومي مشر داملا مبشر خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د سړک نشتوالي خلکو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړې چې د هغه په خبره، ناروغان په وخت روغتیایي مرکزونو ته نه رسي او کرنیز محصولات هم په وخت بازار ته نه رسي.
هغه زیاته کړه چې له ډېرو کلونو وروسته د سیمې اوسېدونکو د ۲۰۹ الفتح قول اردو د څلورمې لوا څخه د مرستنې غوښتنه وکړه څو د روغنیاتو د لګښتونو په تامینولو سره د دې لوا له ماشینرۍ څخه د سړک په جوړولو کې استفاده وشي چې له نېکه مرغه دغه همکاري ومنل شوه.
د صیاد ولسوالۍ د اهو کلي یوه اوسېدونکي عبدالله وویل چې د دغه سړک د جوړولو چارو پیل، د دې سیمې د خلکو مکررو غوښتنو ته مثبت ځواب دي.
هغه وویل، کلونه خلکو د یوه میعاري سړک له نشتوالي کړېدل او اوس د دې پروژې په عملي کېدو سره یوه ډېره پخوانۍ هیله په واقعیت بدله شوه.
هغه دغه راز وویل، د دغه سړک په جوړېدو سره به خلک وکولای شي په کم وخت کې خپلو موخو ته ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP