د سرپل امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لس کسان ټپيان شوي دي.
د سرپل ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست وايي، نن په دغه ولايت کې شرکتونو او صنعتګرو ته د جوازونو د ورکړې لړۍ پيل شوه.
په بامیان، سرپل او میدان وردګو ولایتونو کې د ښوونکو بستونو لپاره زرګونو کاندیدانو د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ.
د مثبت بدلون په نوم یوه خصوصي شرکت، د امریکا متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې د کرنې او مالدارۍ پروګرام (USAID) په مالي همکارۍ په سرپل ولایت کې د قرهقل پسونو د شمېرني سروې ترسره کړې ده.
په سرپل کې مالداران ادعا لري چې په دغه ولایت کې د وښو بیه د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړه شوې ده.
د سرپل ولایت مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله سیاحت ډېره وده کړې ده.
د سرپل د مخابراتو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت ۶۰ سلنه وګړي له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي.
د سرپل د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله، «اتیا سلنه» څاروي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
د سرپل د پوهنې رییس نن د دغه ولایت د زدهکوونکو د کورنیو له مشرانو سره په ګډه ناسته کې وویل چې په دغه ولایت کې یې د ښوونځیو د کیفیت او کمیت لوړولو لپاره کار پیل کړی دی.
د سرپل د پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې ۹۷ سلنه زده کوونکی د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي.
د سرپل د عامې روغتیا ریاست دغې ادارې سره، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له خوا د نهو میلیونو افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو د مرستې خبر ورکړی.
د سرپل د مرکز ځيني اوسېدونکي وایي، ۱۲ کاله مخکې یې له حکومته ځمکه اخیستې خو تر اوسه يې لا ورسپارلې نه ده.