د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د مزارشریف ــ سرپل لاره له کلونو راهیسې ویجاړه شوې چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.
په سرپل کې یو ځوان د قطره یي اوبو لګولو سیستم د جوړېدو خبره په داسې حال کې کوي چې ځيني بزګران په دغه ولایت کې د اوبو نشتوالي له امله خپل کښتونه له لاسه ورکوي.
د سرپل مسوولین په دغه ولایت کې د لېوره له لوري د یوې ښځې د وژل کېدو او تر ټایر د لاندې کېدو له امله د یوې ماشومې د مړینې خبر ورکوي.
سرپل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۱): د سرپل د مرکز اوسېدونکو د دغه ولایت په نمبر یو شاهراه د لوړ ټناژ موټرو په وسیله د صیاد
  . . .
د سرپل ولایت اوسېدونکي په زړو پیسو له راکړې ورکړې شکایت کوي، وايي چې دغه پیسو یې کاري بهیر اغېزمن کړی دی.
د سرپل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې پر نشه یي توکو د روږدو د درملنې روغتون له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې د بودجې د نشتوالي له امله فعالیت درولی دی.
سرپل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰): د امکاناتو د نه شتون له امله د سرپل د روزتنون ماشومان د خپلو خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي،
. . .