ژبه

سرپل کې د روزنتون ماشومان وايي، بېرته دې روزنتون بوتلل شي

سرپل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰): د امکاناتو د نه شتون له امله د سرپل د روزتنون ماشومان د خپلو خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي، خو مسوولین وایي، هڅه کوي چې د مرستو په راجلبولو یاد ماشومان بېرته روزنتون ته ولېږدول شي.

د سرپل د کار اوټولنیزو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، په یاد روزنتون کې  له سرپرست پرته شپېته ماشومان ساتل کېدل خو اوس هغوی د خپلو خپلوانو کورونو کې اوسېږي.

د یاد روزنتون یوه دوولس کلن ماشوم سیف الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل چې پلار یې یوولس کاله مخکې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی او مور یې له بل چا سره واده کړی دی.

د هغه په خبره چې له همدې امله یې یو کال په روزنتون کې تېر کړ خو په روزنتون کې د امکاناتو د نع شتون له امله پنځه میاشتې کېږي د خپل نيکه کور کې اوسېږي، نیکه یې د کار کولو توان نه لري او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

دی له حکومته غواړي چې دوی ته دې بېرته روزنتون فعال کړي څو دی او ملګري یې هلته لاړ شي، خوړو او زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي.

د یاد روزنتون یوه بل لس کلن ماشوم محمد وویل: «د تره په کور کې اوسېږم، خوراک او پوښاک نه لرم، تره مې هم غریب دی، غواړم چې موږ بېرته روزنتون ته بوځي.»

سپین ږیری امام علي چې په ملا کړوپ دی، وایي چې د درېیو لمسیانو لپاره یې چې مخکې روزنتون کې وو، خواړه نه شي برابرولی.

د هغه په خبره، له یوه وژل شوي زوی نه یې یو دوولس کلن زوی پاتې دی او ښځې یې هم  بل ځای واده وکړ، زوی یې پرېښود او لاړه او له بل وژل شوي زوی یې دوه ماشومان پاتې دي، نه شي کولی د هغوی لپاره خواړه برابر کړي.

امام علي له حکومته غواړي چې روزنتون دې بېرته فعاله کړي څو د ده د لمسیانو په څېر نور خلک هم وکولی شي خپل یتیمان روزنتون کې شامل کړي.

د سرپل ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي محمد مبشر وویل، په یاد روزنتون کې شپېته ماشومان اوسېدل، د هغوی د اعاشې او اباطې لپاره د مالي امکاناتو د نه شتون له امله اوس هغوی د خپلو خپلوانو په کورونو کې اوسېږي.

هغه وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) او اکتید موسسو څخه یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې څو یاد ماشومان بېرته روزنتون ته ولېږي، خو تر اوسه يې کومه نتیجه معلومه نه ده.

د هغه په خبره، کوښښونه روان دي؛ کله چې موسسې همکاریو ته چمتو شوې، ماشومان به بېرته روزنتون ته ولېږدول شي.

هغه زیاته کړه چې د روزنتون کارکوونکي خپلو دندو ته راځي.