Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځایي مسوولین وايي، د فوټبال خزاني سیالۍ چې د سرپل ښار د ښوونځیو لوبډلو ترمنځ یوهنیمه میاشت مخکې پیل شوې وې، د امام یحیی ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د سرپل یو شمېر کروندګر د تېر کال په نسبت د پنبې د بیې پنځوس سلنه ټیټوالي له امله اندېښمن دي، خو د کرنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د پنبې لپاره د بازار پیدا کولو په هڅه کې دي.
د سرپل د مرکز اړوند قوشتېپې سیمې ځیني اوسېدونکي د دې سیمې د کانال د سربند جوړولو چارو د پیل غوښتنه کوي او وايي چې د یاد سربند د جوړېدو چارې له پنځو کلونو راهیسې په ټپه ولاړې دي.
سرپل کې د یوه ملي سوداګر په مالي مرسته د ۱۰۰ جوړو ګډ واده مراسم د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او د دغه ولایت د ځینو اوسېدونکو په حضور کې ترسره شول.
سرپل کې ځايي مسوولین وایي د دغه ولایت په سوزمهقلعه ولسوالۍ کې د سېلاب راوتلو له امله یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي دي.
سرپل کې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یوه نجلۍ وژل شوې او یوه بله له ځانوژنې ژغورل شوې ده.
د سرپل ځایي مسوولینو د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د اووه میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د دوو ټولګټو پروژو د چارو د پیل خبر ورکړی دی.
سیمهییز مسوولین وایي، په کندوز او سرپل کې له ۲۸۴۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې او دغه راز په میدانوردګو کې له ۳۱۳ کورنیو سره نغدي او نورستان کې له ۲۶ کورنیو سره د لبنیاتو وسایلو مرستې وشوې.
د سرپل اطلاعاتو او کلتور ریاست کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې لس نوې لرغونې ساحې وپېژندل شوې.
سرپل کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې یوې ځوانې ښځې ځانوژنه کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور سرپل ته په خپل سفر کې ویلي، له تخنیکي سروې وروسته به په دغه ولایت کې د ۲۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د سلطان ابراهیم درې بند د جوړولو عملي چارې پیل شي.
سرپل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): سرپل کې یو شمېر داخلي بېځایه شوي وايي، غواړي بېرته خپلو اصلي سیمو ته ستانه شي، خو د اقتصادي ستونزو
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP