سرپل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳): سرپل کې یوه متشبثه مېرمن وحیده فیضي چې تازه یې د شیرینيپزۍ یوه کارخونه جوړه کړې، وايي، که ملاتړ یې وشي، کولای شي ډېرو نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

د سرپل په مرکز کې د خوږو خوړو پخولو کارخونې بنسټګرې وحیدې فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کارخونه یې پنځلس ورځې مخکې د خپل ځان او یو شمېر نورو مېرمنو د پر ځانبسیاینې په موخه د ۶۰ زره افغانیو په لګښټ جوړه کړې ده.

هغه چې دغه کارخونه یې په سرپل ښار کې په خپل کور کې جوړه کړې، وايي: «په دغه کارخونه کې ډول ډول کلچې، کیک، بغلاوه او محفلي کیکونه چمتو او بازار ته وړاندې کېږي، دمګړۍ ۵۰ نجونې او ښځې په دغه کارخونه کې د کیک او کلچو پخول زده کوي، پلان لرم چې دغه شمېر ۱۵۰ تر ۲۰۰ کسانو ورسوم.»

هغې څرګنده کړه چې اوس یې بودجه او مالي امکانات لږ دي، خو د کارخانې د ودې یا موسسو او حکومت د مرستې په صورت کې به له هغې سره کارکوونکو نجونو او ښځو ته معاش هم ورکړي او د پر ځانبسیاینې زمینه به ورته برابره کړي.

دې متشبثې ښځې زیاته کړه: «هغه نجونې چې له ما سره په دغه کارخونه کې بېمعاشه کار کوي، د مرکز سرپل د مختلفو ځایونو اوسېدونکې دي او غواړي د کیک او کلچو پخول زده کړي.»

د دې کارخونې یوه کارکوونکې زهرا حسیني وايي: «ډېره خوشحاله یم چې د کیک او کلچو پخولو د زدهکولو زمینه راته برابره شوې، غواړم د دغه کسب په زده کولو سره خپل کاروبار په لاره واچوم.»

هغې زیاته کړه چې ښځې او نجونې د داسې فرصتونو برابرېدو ته خوشحاله کېږي، څو د کورنۍ له نورو غړو سره د لګښتونو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

د دې کارخونې بلې کارکوونکې نجیبې وویل: «خوشحاله یم چې د کار زدهکوونکې په توګه په دې کارخونه کې کار کوم، تازه هیله راته پیدا شوې څو وکولای شم راتلونکي کې مالي خپلواکي ترلاسه کړم.»

هغه وايي، اړتیا ده چې ښځو ته د کار زمینه برابره شي، سړي او ښځې وکولای شي د یوبل ترڅنګ د کورنیو او هېواد په اقتصادي پياوړتیا کې برخه واخلي.

بلخوا، د سرپل د صنعت او سوداګرۍ رییس مفتي عبدالشاکر شیرینيپزۍ یادې کارخونې له جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې شته امکاناتو ته په کتو به له دې کارخونې ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړه چې دا مهال په سرپل کې د ټغر اوبدنې، ګلدوزۍ، خیاطۍ او نورو ۱۸۰ کارخونو کې ۱۲۰۰ ښځې پر کار بوختې دي.