Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
پروان کې په نورو برخو کې د کار نشتوالي له امله حرفوي او فني زدهکړو ته د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او په هغوی کې داسې کسان هم شامل دي چې لوړې زدهکړې لري.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په الهسای ولسوالۍ کې یوه تن د خپلې مېرمنې په ګډون درې تنه په ډزو وژلي دي.
د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د ګلغونډۍ په تفریحي سیمه کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
پروان کې ورزشي مسوولین وايي، دوه اونۍ مخکې د دغه ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د کوچني اختر په مناسب د کرکټ پیل شوې سیالۍ نن د «قلاتک» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پروان ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د کوچني اختر والیبال سیالۍ چې د ۱۸ لوبډلو په ګډون ترسره شوې، د میته ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
ځایي مسوولین وایي چې نن د کاپیسا د باغدرې برېښنا بند د امکان سنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعات د عینک مسو قراردادي چینایي کمپنۍ له خوا پیل شول.
د پروان سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سیدخیلو ولسوالۍ کې هغه څلور کسیزه ډله له پولیسو سره نښته کې له منځه وړل شوي چې «د مجاهدینو او امنیتي ځواکونو په نوم یې غلاوې کولې.»
د پروان امنیه قومانداني وایي، د سالنګ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان دي.
د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام د کرکټ لساوریزې سیالۍ پيل شوې.
د کاپیسا سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یوه کور چت لوېدو له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او درې کسان ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP