Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ په لولنج سیمه کې ۱۵ میله بېلابېل ډول وسلې او یوه اندازه مهمات کشف او ضبط شوي او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د پنجشېر امنیه قومانداني وايي، پرون د دغه ولایت د سیند اوبو کې یو ماشوم ډوب شوی و او مړی یې نن سهار وموندل شو.
د پروان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په قولهیر دره کې د نړۍوال بانک د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر ټولګټو پروژو چارې پیل شوې.
په پروان کې د غوره لوبغاړو ټاکلو او په ملي سیالیو کې د ګډون لپاره د لوبډلې جوړولو په موخه د بدن جوړونې پنځلسم پړاو سیالۍ وشوې او په پایله کې یې ۴۰ ورزشکاران د غوره څېرو په توګه وټاکل شول.
چاریکار (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله پنځو
د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ په میاخېل سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځلس کلنه دښمني چې په ترڅ کې یې دوه کسان هم وژل شوي وو، د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کرکر سیمه کې د ډبرو سکرو یو کان نړېدلی چې له امله یې ۶ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ځمکې ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په وسلهواله نښته کې پنځه کسان وژل شوي او د یوې ښځې او څو ځايي اوسېدونکو په ګډون ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
په ۴۲مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۲۳۵ قیراطه زمرد د ۱۷۷ زره او ۳۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
سیمهییز مسوولین وایي چې پروان او پنجشېر ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه ځوان د مالي موضوع پر سر له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځانوژنه کړې ده.
د کاپیسا ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP