ژبه

کاپیسا کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

محممودراقي (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ په میاخېل سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځلس کلنه دښمني چې په ترڅ کې یې دوه کسان هم وژل شوي وو، د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د کاپیسا د قومونو او قبایلو ریاست د جرګو مدیر حفیظ الله وايي، یاده پنځلس کلنه دښمني د عبدالقیوم او علي‌محمد کورنیو چې د تګاب ولسوالۍ د میاخېل او اناربته کلیو اوسېدونکي دي، ترمنځ وه.

هغه د یادې دښمنۍ د انګېزې په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «دې دښمنۍ پنځلس کاله دوام درلود، د دواړو خواوو یو یو کس وژل شوي وو، دښمني یې د تنظیم او تنظیم‌بازۍ له امله وه.»

د هغه په خبره، له پرېکړې وروسته که هر لوری سرغړونه وکړي، پنځه میلیون افغانۍ جریمه به ورکوي.

د عبدالقیوم زوی انعام‌الله چې د بریالي په نوم یو ورور یې په یاده شخړه کې وژل شوی و، د دې شخړې پر حل و فصل یې قناعت کړی او وايي: «موږ واک ورکړی، هره پرېکړه چې شوې، منو یې، ورور یې راته وواژه، ورور مو ورته وواژه، وینه په وینه خلاصه شوه بس.»

د یادونې ده، د کاپيسا د قومونو او قبایلو مسوولین وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې پّ دغه ولایت کې ۳۰۰ قومي شخړې حل او فصل شوې دي.

ورته موضوع