محمودراقي (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د کاپیسا ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د کاپیسا ولایت د قومونو او قبایلو ریاست د جرګو مدیر حفیظ الله پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده دښمني ۱۵ کاله مخکې د نورالله او بازخان کورنیو ترمنځ د دغه ولایت مرکز په «قروتک» کلي کې د یوې نجلۍ د قتل له امله رامنځته شوې وه.
هغه زیاته کړه: «۱۵ کاله مخکې د نورالله لور د بازخان په کور کې وژل شوې وه چې له هغه وروسته د بازخان کورنۍ بغلان ولایت ته تښتېدلې وه او ترمنځ یې دښمني پیل شوه.»
د هغه په وینا، بازخان خپله مېرمن په ډزو وژلې وه.
هغه دغهراز وویل، د بازخان کورنۍ ته د دیت له ورکولو پرته د مقابل اړخ له لوري بښنه وشوه او له یو بل سره پخلا شول.
بلخوا، د کاپیسا ولایت د مرکز قروتک کلي اوسېدونکی دادالله وايي چې دښمني د سپینږیرو، دیني عالمانو او د قومونو او قبایلو ریاست په منځګړیتوب حل شوه.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «جګړه د حل لار نه ده ښه شوه چې د دوی ترمنځ سوله وشوه، د دواړو کورنیو اختیار د سپینږیرو او قومونو او قبایلو چارو ریاست په لاس کې و، ترمنځ یې سوله وکړه.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP