Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کونړ د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، د دغه ولایت په وټهپور ولسوالۍ کې د ښځو په ګډون ۴۹۰ کسان له حرفوي زدهکړو فارغ شول.
سیمهییز مسوولین وایي، د کونړ ولایت په وټهپور ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوه کانال بیارغولو او د یوه سربند جوړولو چارې پیل شوې.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مروره ولسوالۍ کې د یوه لاسي بم چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې لسګونه زره کسانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي موندلی دی.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، روان کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور ۹۳۱ کسان، لسګونو میله سپکې او درنې وسلې نیولي او د موټرو د ثبت ، لایسنس او پاسپورت له درکه یې څه باندې ۱۳۱ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
په کونړ، اروزګان او لغمان ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله یو شمېر کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو ترڅنګ ګڼ استوګنیز کورونه زیانمن یا ویجاړ شوي، ډېر شمېر څاروي او لسګونه جریب کښتونه له منځه تللي دي.
کونړ کې ځايي مسوولین چې د دغه ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د کونړ په وټهپور ولسوالۍ کې د مناګي برېښنا بند د رغونې چارې پیل شوې چې تر راتلونکو څلورو میاشتو به بشپړې شي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې مطالعې ته د ځوانانو هڅونې په موخه د ازادو سیالیو او فکري روزنې پروګرامونو جوړېدل د دې لامل شوي چې عامه کتابتونونو ته د تېر کال په پرتله د ځوانانو ورتګ ډېر شي.
د کونړ وټهپور ولسوالۍ د څپري سیمې اوسېدونکي وایي، ۲۵ کاله مخکې یې په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړې وه چې اوس د بارانونو له امله ویجاړه شوې ده.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د ګونډیل غرنۍ سیمې اوسېدونکو ته یې روغتیایي مرکز جوړ کړی دی.
اسعداباد ښار کې د TFC سازمان له لوري جوړو شوو سیالیو کې پنځو افغان لوبغاړو خپلو پاکستاني سیالایانو ته ماتې ورکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP