Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خوست ښاروالۍ او خلکو له لوري د خوست ښار پاکولو په موخه عمومي حشر وشو.
خوست کې يو شمېر کلالان وايي، په دې وروستیو کې یې د ځینو ستونزو له امله کاروبار پيکه شوی او له حکومته غواړي چې په هواري کې یې مرسته ورسره وکړي.
د خوست غلام خان لار چې له کوزې پښتونخوا او پاکستان سره دویمه نږدې ترانزيټي لار بلل کېږي، په دې وروستيو کې پرې سوداګري پنځوس سلنه کمه شوې ده.
د خوست ښار يو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو بيو له لوړوالي شکايت کوي او له اړوند مسوولينو یې د کنټرول غوښتنه کوي.
خوست کې د وژل شوي ډاکټر د کورنۍ غړي او خپلوان له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د هغه قاتلينو ته دې سخته سزا ورکړل شي.
د نوي ښوونیز کال په رارسېدو سره په خوست کې يوه ډله ځوانان کلي په کلي ګرځي، کورنۍ هڅوي څو خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي.
د خوست ځايي مسوولين وايي چې د دغه ولایت استخباراتو د تېرو دوو میاشتو په موده څه باندې ۱۰۰ ميله ناقانونه سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.
خوست کې د يوه کور د کوټې چت لوېدو له امله دوه مېرمنې مړې شوي او درې ماشومان ټپيان شوي دي.
مسوولین وایي چې په خوست ولایت کې دافغانستان، پاکستان او ایران د قاریانو ترمنځ د حسن قرائت نړۍواله مسابقه ترسره شوه.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدين حقاني وایي، چې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته نمايشې وه ، له نړۍ سره له تعامل پرته په هېواد کې ښه کارونه روان دي.
د خوست په ملکي روغتون کې د افغانستان د توبرکلوز ملي پروګرام د کنټرول ریاست له لوري د مقاوم توبرکلوز درملنې څانګه پرانیستل شوه.
خوست ښار کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د اووه کیلومتره نوي سړک جوړولو لومړنۍ چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP