Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د تخار د روغتیا مسوولین وایي، په وروستۍ یوې اوونۍ کې د دغه ولایت په اشکمش او بنګي ولسوالیو کې د اسهال پر ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۲۰۰۰ ته رسېږي.
د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي، کلونه کېږي چې د مخابراتي شبکو له انټرنټي خدمتونو بېبرخې دي او اوسمهال په دغه ولسوالۍ کې د انټرنټي خدماتو د نشتون ترڅنګ، مخابراتي شبکې هم په ښه ډول فعالیت نه لري.
. . .
د نجونو د ښوونځیو د دروازو بند پاتې کېدل؛ سمیرا زدهکوونکې وه او هیله یې درلوده چې ډاکټره شي، خو اوس ډوډۍ پلوري او له هر لاروي پوښتي، کاکا ډوډۍ اخلې؟
ګلخان چې په تخار ولایت کې د یوې اته کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، اعتیاد اړ کړی چې د کورنۍ پر ځای کنډوالو ته ترجیح ورکړي او په کثافاتو کې شپې سبا کړي.
په تخار ولایت کې امنیتي سرچینې وایي، یوې ۱۷ کلنې نجلۍ چې غوښتل یې له وسلې سره انځور واخلي، ځان وژلې ده.
مسوولین په تخار او ننګرهار ولایتونو کې د کرونا ضد واکسین د کمپاین پېلېدو خبر ورکوي.
د تخار ولایت له کوکچې برې ولسوالیو ځیني اوسېدونکي په دې وروستیو کې د امو سیند د اوبو کچې راپورته کېدو له امله اندېښمن دي، وايي چې سلګونه کورونه او زرګونه جریبه ځمکې تر جدي ګواښ لاندې دي.
د تخار د پوهنې ځيني مسوولین د دغه ولایت په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې ښوونځيو ته د ودانیو له نشتوالي شکایت لري او وایي، زرګونه زدهکوونکي په ازاده فضا او تر سره لمر لاندې درس وایي.
د تخار سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو بیه او استخراج دوه برابره لوړ شوي او د ورځې تر ۱۰۰ ټنو استخراجېږي.
په تخار ولایت کې د علماوو شورا د ۱۵ دیني عالمانو او ۵ قومي مشرانو په غړیتوب سره، د تېر حکومت د ولایتي شورا پرځای خپل فعالیت پیل کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP