تالقان (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱): په تخار ولایت کې د علماوو شورا د ۱۵ دیني عالمانو او ۵ قومي مشرانو په غړیتوب سره، د تېر حکومت د ولایتي شورا پرځای خپل فعالیت پیل کړ.
د تخار د علماوو شورا مرستیال مخدوم حیاتالله رایق له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، دغې شورا د افغانستان اسلامي امارت د امیر په لارښوونې کار پیل کړی دی.
هغه وايي، د دغې شورا غړي بشپړ صلاحیت لري او د ولایت په کچه به د حکومتولۍ له چارو د څارنې ترڅنګ، ټولنیزو او حکومتي ستونزو ته د حل لارو موندلو په برخه کې کار کوي.
د نوموړي پر وینا، دغې شورا د ۱۵ دیني عالمانو او ۵ قومي مشرانو په غړیتوب سره، د دغه ولایت د ولایتي شورا په ودانۍ کې فعالیت پیل کړی دی او د شورا ريیس له امیرالمومنین سره مستقیمه اړیکه لري.
په ورته وخت کې، د تخار اوسېدونکي هم د ټولنیزو ستونزو د هواري په موخه د دغې شورا له جوړېدو هرکلی کوي.
د تالقان ښار اوسېدونکی عتیقالله وايي چې له وروستیو بدلونونو وروسته ډېری ټولنیزې ستونزې همداسې پرځای پاتې دي.
خو نوموړی اوس - چې د علماوو شورا فعالیت پیل کړی – هیلهمن دی چې د دغې شورا دروازه د ټولنیزو ستونزو د هواري په موخه پرانیستې وي څو خلک له دیني عالمانو سره په همغږۍ خپلې ستونزې حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په ټول هېواد کې د علماوو شوراګانې جوړې شي او فعالیت پیل کړي؛ د دغو شوراګانو تر ټولو عمده مسوولیت د هغو دعوو فیصله کول دي چې په لومړۍ او دویمه محکمه کې فیصله نه شي او د لوریو د تایید وړ نه وي، دغه شورا د هرې پنجشنبې پر ورځ هغه دوسیې حلوي چې له محکمو څخه ورته راځي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن