د کرونا ویروس له خپرېدو او له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د مېوو او سبزیو د اغېز په اړه د ډاکټرانو له سپارښتنو وروسته، د غور ولایت ډېری اوسېدونکي وايي چې د نورو خوړو پر ځای یې مېوې او سبزیجات غوره کړي او له دې دوو شیانو استفاده یې عادت ګرځېدلې ده.
د غور مرکز فېروزکوه ښار ځينې اوسېدونکي، د دغه ولایت په بانکونو او مارکېټونو کې د زړو بانکنوټونو له ډېرېدو شکایت لري.
په غور کې سیمهییزو سرچینو، له تخنیکي او مسلکي کورسونو د سړکونو د سر ۲۰۰ کارګرو ماشومانو په فراغت غونډه کې وویل چې دا لړۍ دوام لري.
د غور ولایت اوسېدونکي وایي، د ضحاک تاریخي کلا د تېر حکومت د بې پامۍ له امله د ویجاړېدو له خطر سره مخ ده؛ که پاملرنه ورته ونه شي نو په بشپړ ډول به پر یوې کنډوالې بدله شي.
د غور اوسېدونکي له حکومته د فېروزکوه لمریزې برېښنا د نیمګړې پاتې پروژې- چې د مخکني حکومت له خوا یې کار پیل شوی و- د بشړېدو غوښتنه کوي.
. . .
فیروزه کوه (پژواک،۳۰ وری ۱۴۰۱): د هرات ـ غور لویې لارې په « سلاخانې» سیمه کې له سړکه د یوه موټر د اوښتو او سیند
د غور سیمه ییز مسوولین، د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د یوه سړي د جسد موندلو خبر ورکوي.
د غور روغتيايي مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې په دغه ولايت کې د نري رنځ (توبرکلوز) له٦٠٠ ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او زیاتوي چې په ولايتي روغتون کې د نري رنځ ناروغانو لپاره ٢٠ بسترونه ځانګړي شوي چې بسنه نه کوي.
د غور سيمه ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په مرکز کې د يوه روژه خوړونکي تشهيرولو پېښه د امربالمعروف او نهى عن المنکر ادارې پورې تړاو نه لري.
د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ټاکل شوې د ګوزڼ واکسینو په پسرلني کمپاین کې شاوخوا ۱۲۰ زره هغه ماشومان چې عمر یې تر پنځو کلونو کم دی، واکسین شي.
فیروزکوه (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۱): په غور کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د شلو نادولتي موسسو فعالیت د مالي فساد