ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فېروزکوه خلک د کرونا له خپرېدو وروسته تر ډېره له مېوو او سبزیو استفاده کوي

د فېروزکوه خلک د کرونا له خپرېدو وروسته تر ډېره له مېوو او سبزیو استفاده کوي

author avatar
23 May 2022 - 18:30
د فېروزکوه خلک د کرونا له خپرېدو وروسته تر ډېره له مېوو او سبزیو استفاده کوي
author avatar
23 May 2022 - 18:30

فېروزکوه (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د کرونا ویروس له خپرېدو او له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د مېوو او سبزیو د اغېز په اړه د ډاکټرانو له سپارښتنو وروسته، د غور ولایت ډېری اوسېدونکي وايي چې د نورو خوړو پر ځای یې مېوې او سبزیجات غوره کړي او له دې دوو شیانو استفاده یې عادت ګرځېدلې ده.

سبزي او میوه پلورونکي په دې اړه خوښ دي او وايي، د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې یې ډېر پلور نه درلود.

د دغه ښار په بازارونو کې، د سبزیو او مېوو پلورونکي ډېر شوی او ډول ډول سبزیجات او مېوې موندل کېږي.

د ترکاریو او د مېوو پلورونکي د دوی د پلور له زیاتوالي خبر ورکوي.

په فېروزکوه ښار کې یوه مېوه پلورونکي احمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته د فېروزکوه ډېری اوسېدونکي زياتې مېوې پېري؛ په داسې حال کې چې مخکې داسې نه و.

هغه زیاته کړه: «له کرونا وروسته، د لیمو، کیوي، کینو او هندواڼو خرڅلاو ډېر شوی دی؛ هره مېوه د ورځې څو کیلو خرڅوو؛ په داسې حال کې چې تر کرونا مخکې، داسې نه وه. »

دغه راز یو ترکاري پلورونکي محمد ابراهیم هم له د خپل خرڅلاو له زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته کار یې غوړېدلی دی.

هغه زیاته کړه: «تر کرونا مخکې د غور ډېری اوسېدونکو له حبوباتو او لبنیاتو ګټه اخیسته او ترکاري به یې لږه اخیسته؛ خو له کرونا وروسته، الحمدلله خرڅلاو ډېر ښه شوی او اوس هم ښه دی.»

د فېروزکوه د دغه اوسېدونکي په وينا، د ډېرو سبزيو پلورونکو خرڅلاو ډېر شوی او ډېری ورځې ښه عاید ترلاسه کوي.

هېوادوالو د مېوو او سبزیجاتو په  خوړلو سره کرونا ته ماتې ورکړې ده.

د غور اوسېدونکى حمدالله کاکړ چې دوه ځلې پر کرونا ناروغۍ اخته شوى او دې ناروغۍ ته يې ماتې ورکړې، پژواک خبري اژانس ته یې وويل: «‎زه یو ځل په ایران او یو ځل په افغانستان کې پر کرونا اخته شوم، د مېوې او ترکاريو په خوړولو مې کرونا ته ماتې ورکړه.»

نوموړی وایي، پر کرونا ناروغۍ تر اخته کېدو مخکې یې له سبزیجاتو لږه استفاده کوله او ډېری مهال یې لبنیات، حبوبات او غوښه خوړل.

هغه چې په لاس کې يې د مېوو او سبزیو خریطه نیولې وه، وويل، له دغو خوراکونو استفاده اوس یې عادت ګرځېدلی او زیاته کړه: «پر کرونا د اخته کېدو پر مهال مې له لېمو، کیوي، مالټو، سبزیجاتو او نور مایعاتو ډېره استفاده کوله؛ له هر ډول ترکاري به مې سوپ چمتو کاوه او ښه نتیجه مې هم ترې واخیسته.»

په ورته مهال، د غور یو بل اوسېدونکی نعمت الله چې په دې وروستیو کې د کرونا یوه دوره ناروغي تېره کړې وایي: « کله چې کرونا شوی وم، زموږ په ولایت کې د درملنې امکاناتو نشتون له امله مجبور شوو چې ډېر له ترکاریو سوپ جوړ کړو، کومې مېوې چې پیدا کېدې ډېرې مو راوړې او صرفه مو نه کوله، تر اوسه مو دا عات پاتې شوی دی.»

هغه وویل: «له کرونا وړاندې به چې کله ناروغ کېدو، پر درملو سربېره به مو له غوښې ډېره استفاده کوله او فکر به مو کاوه چې همدا غوړ خواړه او غوښه د انسان بدن پیاوړی کوي؛ خو کله چې کرونا راغله او ډاکټرانو ویل چې مېوه او سبزي وخورئ، پوه شوو چې د غوښې په پرتله د دغو خوړو ګټه ډېره ده.»

نعمت الله وايي، اوس هغه او د کورنۍ ټول غړي يې د سبزيجاتو او مېوو له خوړلو سره لېواله شوي او د خوړو په هر مهال یې له یاده نه باسي.

ډاکټران: له مېوو او ترکاریو استفاده د بدن مقاومت لوړوي.

د غور د کووېډ-۱۹ روغتون رییس ډاکټر محمد‌شريف قاضي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل، ښه خواړه د بدن د مقاومت په لوړولو کې اساسي رول لري.

هغه زیاته کړه: «بې له شکه، سبزیجات، د مېوې اوبه، د شیدو، تروو، سوپ او چای په شان مایعات بدن ته ډېره انرژي ورکوي او پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو مخه نیسي؛ هر شخص یا هره کورنۍ باید د خوړو په مینو کې ذکر شوي موارد استفاده کړي؛ ځکه چې دا د وېټامینونو سرچینې دي.»

ډاکټر قاضي زاده زاده دغه راز وویل، د کووېډ-۱۹ناروغانو لپاره د خوړو غوره رژیم، نرم او پروټین لرونکي خواړه دي.

په ورته مهال، د غور د ولایتي روغتون رییس ډاکټر عبدالاحمد نوري هم د مېوو او سبزیجاتو پر زیاتې استفادې ټینګار وکړ او ویې ویل: «له سبزیجاتو او مېوو ډېرخ استفاده بدن سالم ساتي، د ځینو ناروغیو درملنه کوي او د بدن مقاومت لوړوي.»

هغه وايي، د سبزیجاتو، مېوو او ډېرو مایعاتو ترڅنګ، دوه ډوله ویټامینونه هم د بدن په پیاوړتیا کې مهم رول لري چې یو یې وېټامین (سي) او بل یې وېټامین (ډي) دي؛ وېټامین سي تر ډېره په سبزیجاتو او مېوو کې شته او دغه راز وېټامین (ډي) هم د لمر د وړانګو له لارې اخلي او ترکیبي درمل یې هم جوړ شوي چې د بدن په معافیت کې اغېزناک دی او تر ډېره د همدې سپارښتنه کېږي.

نوري دغه راز زياته کړه، ګرم سوپ، اش، شاتو، چای، زردچوبې، زنجبيل، پياز او نور خواړه د بدن د مقاومت په زياتولو کې مرسته کوي.

د هغه په خبره، هر څومره چې د بدن معافیت لوړ شي، په همغه اندازه پر کرونا د اخته کېدو کچه راکمېږي.

Visits: 107

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.