منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په غور کې ترافیکي پېښې له امله یو تن ژوبل او بل نادرکه دی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۷ کتنې

فیروزه کوه (پژواک،۳۰ وری ۱۴۰۱): د هرات ـ غور لویې لارې په « سلاخانې» سیمه کې له سړکه د یوه موټر د اوښتو او سیند ته لوېدو له امله یو تن نادرکه او بل تن ټپي شوی دی.

د غور د والي ویاند مولوي عبدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېر ماښام یو موټر چې د هرات له خوا د غور پر لور روان و، د لارې په اوږدو کې له سړکه اوښتی او سیند ته لوېدلی؛ په یاد موټر کې دوه تنه وو چې یو یې ژغورل شوی او بل کس له موټر سره نادرکه دی.»

نوموړي، د یاد موټر د اوښتو لامل د لارې خرابوالی وښود او وویل، د هغه کس د موندلو لپاره چې له موټر سره نادرکه شوی هڅې روانې دي.

د غور ـ هرات لویه لار ۳۶۰ کیلومتره اوږدوالی لري؛ دغه لاره د خاموالي او نه هواري له امله کله نا کله ترافیکي پېښو کې مسافر او موټر چلوونکي قرباني کېږي او د موټرو د خرابېدو سبب ګرځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې