فیروزکوه (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۱): په غور کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د شلو نادولتي موسسو فعالیت د مالي فساد له امله درېدلی دی.
د غور ولایت د مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي مولوي احمدشاه دیندوست پرون مازدیګر د ولایت په اوونیزه اداري ناسته کې په یاد ولایت کې د غیر دولتي موسسو پر خدمتونو نیوکه وکړه او د هغوی فعالیتونه یې ناسم وبلل.
سرچینې زیاته کړې چې والي د غور له ټولو سکتوري رییسانو غوښتي چې په دغه ولایت کې د غیر دولتي موسسو کړنو ته متوجه و اوسي؛ ځکه د دغو موسسو هدف خلکو ته خدمت نه دی او د هغو له لوري وړاندې شوي ټول ارقام ناسم دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د موسسو کړنو ته پاملرنه وکړئ؛ ځکه هدف یې خلکو ته خدمت نه دی، ټول ارقام چې وړاندې کوي دروغ دي، دغه راز موسسې حاضرې نه دي چې خپل دقیق ارقام خصوصي سکتور ته ورکړي؛ د اوس لپاره د فعالیت اجازه نه لري.
د غور د والي ویاند مولوي عبدالواحد حماس د جزئیاتو له ورکولو پرته پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یاد ولایت کې د ۲۰ غیر دولتي موسسو فعالیت ځنډېدلی او له دې وروسته دغه موسسې د فعالیت اجازه نه لري.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی زعیم وایي، په دغه ولایت کې ځيني موسسې د اسلامي امارت د اصولو خلاف فعالیت کوي.
هغه په یاد ولایت کې له لوږې سره د مبارزې (ACF) موسسې د نوم په اخیستو وویل، د دغه ولایت په دولینه ولسوالي کې یې بېوزلې او اړمنې کورنۍ نه دي سروې کړې او په خپلو برنامو کې یې شتمن خلک شامل کړي دي.
هغه زیاته کړه: «له لوږې سره د مبارزې موسسې په دولینه ولسوالي کې شتمن خلک او هغه کورنۍ چې کسان یې د تېر حکومت په ملي امنیت کې وو او اربکیان وو، سروې کړې دي، څوک چې بېوزله او اړمن دي، هیڅ سروې شوي نه دي، که مرسته وي، باید بېوزلو ته ورکړل شي، د ACF موسسه کې ډېر فساد دی.»
په همدې حال کې په غور کې د یوې مرستندویې موسسې مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل، د یاد ولایت د والي په لارښوونه په دغه ولایت کې د ټولو موسسو فعالیت درېدلی دی.
د هغه په خبره، تر اوسه معلومه نه ده چې څه وخت کولی شي خلکو ته خدمات وړاندې کړي او د فعالیت اجازه ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








