Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
فېروزکوه (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): په غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز او چهارصده ولسوالۍ کې د څه باندې ۶.۵
بادغېس کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ اړوند د بادغېس – فاریاب پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان شوي دي.
غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د خلکو له لوري د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د نجونو د یوې دیني مدسې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په پسایند ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د ۱۰ زره کیلوګرامه اومان راټولولو په تور ۲۵ کسان نیول شوي دي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې ۳۰۰ ځوانانو ته د دیني علومو، انګلیسي ژبې او کمپیوټر برخو کې د زدهکړو درې میاشتنی وړیا پروګرام د پیل خبر ورکوي.
غور کې ځايي سرچینې د دغه ولایت په پسابند، دولتیار او الفاروق ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د درېیو شبکو جوړولو چارو له پيلېدو خبر ورکړی او وايي چې په بشپړېدو سره به یې ۱۴۷۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
بادغیس کې ۱۵۰ ځوانانو د تخنیکي او حرفوي زدهکړو له شپږمیاشتنۍ دورې فارغ شول؛ یو شمېر فارغ شوي د بېکارۍ له امله د ځوانانو د کډوال کېدو مخنیوي لپاره د دغه ډول پروګرامونو ډېرېدو غوښتنه کوي.
په غور کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ سل کلنه دښمني چې د ځمکې د مالکیت پر سر رامنځته شوې وه، له کلونو راهیسې له بېپایلې هڅو وروسته، د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې له مخې پای ته ورسېده.
د اقلیمي بدلون او پرلهپسې وچکالیو له امله د غور ولایت په ځینو سیمو کې کرنیزې ځمکې وچې او حاصلات یې زیانمن شوي او ډېری کروندګر له سختو اقتصادۍ ستونزو سره مخ دي.
غور کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه کې له تېرو جګړو پاتې د راکټ یوې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د غور د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې معلولینو او د شهيدانو کورنیو ته د حقوقو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
په داسې حال کې چې د نسايي ولادي برخې متخصصین د مېندوارۍ پر مهال مراقبتونه د مور او ماشومام د روغتیا لپاره مهم بولي، خو د غور په دولتیار ولسوالۍ کې ځینې ښځې وايي، له روغتیايي مرکزونو د لرېوالي، د پوهاوي کچې ټیټوالي او ځینو کورنیو ستونزو له امله د مېندوارۍ دورې خدماتو ته کم لاسرسی لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP