Language

بادغیس کې د ځنګلونو وهلو په تړاو اووه کسان نیول شوي

قلعهٔ‌نو (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د بادغیس امنیتي سرچینې وايي چې د شنې قطعې ځواکونو د دغه ولایت په اب‌کمري او بالامرغاب ولسوالیو کې د ځنګلونو وهلو په تړاو اووه کسان نیولي دي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي وايي: «د شنې قطعې ځواکونو تېره شپه د جلا عملیاتو پر مهال اووه کسان په ځنګلي سیمو کې د ونو پرې کولو په جرم نیولي دي.»

نوموړي زیاته کړه چې د یادو کسانو دوسیې عدلي او قضايي بنسټونو ته لېږل شوې دي.»