Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله اته کسان ټپيان شوي دي.
بادغیس کې سیمهییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ د څو کلونو دښمني د قومي مشرانو او حکومت په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
غور کې ځايي مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د اوبو رسونې د یوې شبکې کار پیل شوی او ګټې اخیستنې ته په سپارلو سره به یې اووه سوه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
په غور کې د سبزار په نوم یوه دردمنه مور چې د بېوزلۍ له امله یې خپله ۱۱ کلنه لور د پنځه سوه زره افغانیو پور په بدل کې کوژدې ته مجبوره کړې وايي، دغه کار یې د نورو اولادونو د ژوندي پاتې کېدو په موخه کړی دی.
د پسرلي له رارسېدو سره سم په غور کې یو شمېر کروندګرو ښځو د سېلابونو له امله د خپلو ویجاړو شوو کرنیز ځمکو او شنو خونو بیا احیا کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
د پسرلي موسم په رارسېدو سره هغه نیالګي پلورونکي چې زرګونه زینتي، میوهلرونکي او بېمیوې نیالګي یې د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار ته راوړي، د خپل پلور له غوړېدو خبرې کوي.
د روژې میاشتې له پیل سره د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال د رمضاني جام سیالۍ د «ارين سيکلت» لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د غور ولایت په منار جام سیمه کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د هوټل او مېلمستون چارې بشپړې شوې.
د غور یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د غوږونو درد د پیاز په اوبو، ګرمو غوړیو او نورو دودیزو لارو درملنه کوي، خو ډاکټران دغه کار خطرناک بولي او سپارښتنه کوي چې د غوږونه د درد پر مهال باید روغتیايي مرکز ته مراجعه وشي.
ځایي سرچینې وایي چې د روان کال تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۰۰ بهرنیو ګرځندویانو له غور او ۴۷ له جوزجانه لیدنه کړې ده.
غور کې د لاسي صنایعو تولیدونکي یو شمېر ښځې چې ورته د کاروبار زمینه برابره شوې، خوشحاله دي خو له اسلامي امارته غواړي چې د کاروبار پراختیا لپاره یې د دوی ملاتړ وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP