ژبه

د غور د جام تاریخي منار د بیارغونې چارې پیلېږي

Khwaja Nasir Sideqi

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۰۳

Views: ۲۸

فیروزکوه (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د پژواک خبري اژانس له‌ خوا د جام تاریخي منار د تخریب په اړه د پرله‌پسې راپورونو تر خپرېدو وروسته، ځايي سرچینې وایي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د اغاخان فرهنګي بنسټ ګډ پلاوی د دغه تاریخي منار د بیارغونې چارو د پیل لپاره غور ولایت ته تللی دی.

هغې ویډیو کې چې په ۱۳۹۸ کال کې د پژواک خبري اژانس ته رسېدلې وه، ښکارېدل چې سېلابونه د جام تاریخي منار ته زیان رسوي. سربېره پر دې، د غور اوسېدونکو په ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې هم د دغه تاریخي منار د تخریب د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هغه د بیارغونې د چارو د ژر پیل غوښتنه یې کړې وه.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د اغاخان فرهنګي بنسټ ګډ پلاوی د جام تاریخي منار د بدنې د بیارغونې چارو د پیل په موخه دغه ولایت ته تللی او نن (چهارشنبه) یې له دغه تاریخي مناره لیدنه کړې ده.

د آقاخان فرهنګي بنسټ د ولایتي همغږۍ مسوول امان‌الله صاحب‌زاده د یاد منار د لیدنې پر مهال وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په همغږۍ به د اغاخان فرهنګي بنسټ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انجنیرۍ ډلو تر څار لاندې د جام تاریخي منار د بدنې د بیارغونې چارې پیل شي.

هغه زیاته کړه، په لومړي پړاو کې به د منار د بدنې د بیارغونې عملي چارې پیل شي، څو د رغونې او ترمیم بهیر یې په مسلکي او هدفمند ډول پرمخ یووړل شي.

بل‌خوا، د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي زعیم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، یونسکو او د اغاخان فرهنګي بنسټ د هغو هڅو ستاینه وکړه چې د دغه ولایت د تاریخي او لرغونو اثارو د ساتنې او بیارغونې لپاره یې ترسره کوي.

هغه ډاډ ورکړ چې د غور محلي اداره، په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د تاریخي اثارو او ابدو د ارزونې، ساتنې او بیارغونې په ټولو پړاوونو کې له رالېږل شوو ډلو سره اړینه همکاري وکړي او د هغوی د فعالیتونو لپاره به لازم امکانات او زمینه برابره کړي.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، د جام تاریخي منار چې ۶۳ متره لوړوالی لري، د هند د ډیلي له قطب منار وروسته له خښتو جوړ د نړۍ دویم لوړ منار او د غوري سلاطینو د دورې له مهمو معماري اثارو شمېرل کېږي. دغه اثر چې د ۵۷۲ او ۵۸۱ هجري قمري کلونو ترمنځ جوړ شوی، په وروستیو کلونو کې د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمن شوی او اساسي بیارغونې او ساتنې ته اړتیا لري.