Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې وروستیو سېلابونو د ډېرو مالي او ځاني زیانونو اړولو ترڅنګ، جام تاریخي منار ته هم ډېر زیان اړولی او له مرکزي حکومت او نړۍوالو بنسټونو یې غوښتي چې د هغه ساتنې لپاره اقدام وکړي.
غور کې ځايي سرچینې وایي چې د تېرې شپې سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ کسان مړه شوي دي.
غور کې امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د هریرود سیند ته د یوه فلانکوچ موټر لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي او یو بل ژغورل شوی دی.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې یو ځوان له غره لوېدلی او مړ شوی دی.
په غور ولایت کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله ۱۶۰ پسونه تلف شوي دي.
ځايي مسوولین وايي، د اروزګان – کندهار او غور – فاریاب ولایتونو لویې لارې د سیلابونو راوتو له امله د هر ډول تګ – راتګ پر مخ تړل شوې دي.
مسوولینو د اختر په مناسبت د غور له زندانه د ۹ ښځو په ګډون د ۵۰ زندانیانو خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
د غور سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې له غره د ډبرې ښویېدو له امله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.
د غور امنیتي سرچینې د دغه ولایت په فېروزکوه ښار کې د قومي شخړې له امله د یوه کس له وژل کېدو خبر ورکوي.
د غور امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د استیناف محکمې یو قاضي او د هغه اووه کلنه لور په فیروزکوه ښار کې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.
د غور د عامې روغتیا رییس وایي چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې ۴۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي دي.
د روژې د میاشتې په راتلو سره غور کې یو شمېر اړمنې کورنۍ له سرپرست حکومت او سوداګرو غواړي چې له هغوی سره مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP