Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غور په شهرک ولسوالۍ کې پر هریرود سیند د پله نشتوالي له امله خلک له ستونزو سره مخ دي

فېروزکوه (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د غور د شهرک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروسته له هغه چې د تېر کال سېلابونو په دې ولسوالۍ کې پر هریرود سیند یوازېنی پل ونړاوه، اوس اړ دي له دغه سینده د تېرېدو لپاره له ټوپي کښتیو ګټه واخلي چې دا له خطره خالي نه دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د تېر کال سېلابونو په شهرک ولسوالۍ کې پر هریرود سیند یوازېنی پل چې د دې ولسوالۍ سورپان، نل‌بست، پای تنګي، دهن کنګي، دهن‌ زردک، پشته‌کنګي او تنګي سورپان کلي یې له یو بل سره نښلول، ونړاوه.

هغوی وايي، سېلابونو د یاد پله ترڅنګ په ډېرو کلیو کې عمومي او فرعي سړکونه، پلونه او پلچکونه هم ونړول چې یو شمېر لارې بېرته خلاصې شوې خو د دغه پله بیارغولو لپاره تر اوسه کوم ګام نه دی پورته شوی او اوس هم خلک له ستونزو سره مخ دي.

سهار وختي دی، یو شمېر خلک له خپلو کلیو څخه د سیند غاړې ته راغلي څو د ټوپي کښتیو له لارې د سیند بلې غاړې ته واوړي.

د غور د شهرک ولسوالۍ د «دهن کنګي» کلي اوسېدونکي علي‌احمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېر کال سېلابونو له امله د دې ولسوالۍ یوازېنی ارتباطی پل ونړېده او اوس د یادو اووه کلیو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي، خلک د خپلو لومړنیو توکو برابرولو لپاره له پل څخه تېرېږي او اوس اړ دي چې له همدې ټوپي کښتیو څخه کار واخلي.

نوموړي زیاته کړه: «کله چې پل جوړ و، خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ توکي به مو په موټر، موټرسایکل او مرکب راوړل خو له تېر کال راهیسې پل نړېدلی او د همدې ټوپي کښتۍ له لارې لږه اندازه خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ سامانونه د سیند بلې غاړې ته لېږدوو چې ډېر وخت نیسي او سخته ده، موږ له دولته غواړو چې دې ستونزې ته مو رسېدنه وکړي.»

د هغه په خبره، دغه کلي کې د پُل نشتوالي نه یوازې د خلکو تګ راتګ او د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی محدود کړی، بلکې د هغوی ماشومان یې هم ښوونځي ته له تلو لرې کړي دي.

ورته مهال، د غور د شهرک ولسوالۍ د سورپان کلي یو اوسېدونکی عبدالحی وایي: «د دغو ټوپي کښتیو په وسیله تګ نه یوازې خطرناک دی، بلکې ډېر وخت هم نیسي، موږ کله کله د تلو لپاره ساعتونه انتظار کوو، باید یو څوک وي چې موږ یوې او بلې خوا ته کش کړي، کوم کسان چې ناروغان یا ضروري کار ولري هغو ته بیا ډېره سخته وي.»

د دغه کلي یوه بل اوسېدونکي عبدالمنان هم ورته شکایت درلود او د ټوپي کښتۍ په وسیله له سینده تېرېدل خطرناک بولي او په سیند کې د ماشومانو او مشرانو د لوېدلو د سترګو لیدلو حال یادوي.

هغه وایي: «له بده‌مرغه کله چې اوبه ډېریږي، د ټولو خلکو تګ راتګ په همدغو ټوبي کښتیو وي، موږ ډېر ځلي شاهدان وو چې ماشومان او مشران له دغو ټوپي کښتیو سیند ته لوېدلي دي.»

نوموړی وایي چې ځیني کورنۍ د دې له امله چې پُل نشته او په ټوپي کښتیو کې د ماشومانو تګ راتګ خطرناک دی، خپل ماشومان ښوونځيو ته له تلو منع کوي.

هغه له اسلامي امارته غواړي چې د دغه پله د جوړېدو لپاره اقدام وکړي څو خلک له دې ستونزې وژغورل شي.

 ورته مهال، سورپان کلي کې یوه ښوونکي محمود سلطاني وویل: «له دې ویرې چې ماشومان په سیند کې ونه لوېږي، ډېری ماشومان ښوونځي ته نه ځي، زموږ غوښتنه له حکومت او موسسو څخه داده چې ستونزو ته مو رسېدنه وکړي، یو پُل دې جوړ کړي څو د خلکو اولادونه خپلو درسونو ته ورسېږي او په اسانۍ تګ راتګ وکولای شي.»

بلخوا، د دغې سیمې د شورا رییس عبیدالله مرادي د خلکو د تګ راتګ ستونزې مني، خو وایي چې د یاد پله پر جوړېدو څه باندې دوه میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

هغه وایي: «کله چې سېل راغی او پُل یې ړنګ کړ، حکومتي پلاوی راغی او سروې یې وکړه، خو تر اوسه پُل نه دی جوړ شوی، موږ ډېرې ستونزې لرو، کوم پُل چې تخریب شوی، اووه کلي سره نښلوي.»

نوموړی له اسلامي امارت او خیریه بنسټونو غواړي چې د یاد پل په جوړېدو او د خلکو ستونزو هوارولو برخو کې جدي پاملرنه وکړي.

ورته مهال، غور ولایت کې د ټولنیزو چارو کارپوه غلام‌سخي مرادي د خلکو له لوري د هریرود سیند څخه د تېرېدو لپاره له ټوپي کښتیو کار اخیستل یوه لنډمهاله حل لاره بولي.

خو هغه د یادو کښتیو په وسیله تګ راتګ خطرناک بولي او زیاتوي: «کومې کښتۍ چې جوړې شوې د پل ځای چې خلکو به د تګ راتګ او د خپلو لومړنیو اړتیاوو لېږدولو لپاره ترې استفاده کوله، نه شي نیولی، د یادو کښتیو په وسیله تګ راتګ د ټولو لپاره، په ځانګړي توګه د ماشومانو او سپین‌ږیرو لپاره ډېر خطر لري.»

هغه په یاده لار کې د یوه پُل جوړېدل له اساسي اړتیاوو څخه ګڼي او زیاته یې کړه: «که په دغه کلي کې عمومي پل جوړ نه شي، خلک له لومړنیو خدمتونو بې‌برخې کېږي، او د خلکو د ژوند کیفیت له منځه ځي؛ ځکه نه شي کولای خپل ناروغان په وخت ډاکټر ته یوسي، یا خپلې نورې اړتیاوې پوره کړي.»

نوموړی هم له اسلامي امارت او مرستندویه موسسو غواړي څو د یادې ولسوالۍ له خلکو سره همکاري وکړي او دوامداره او خوندي حل لاره ولټوي.

ورته مهال، د غور د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح‌الله غوثي‌زاده پژواک ته وویل چې ریښتیا هم دغه ستونزه شته او خلک له یاد سیند څخه د تېرېدو پر مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، د بودجې نشتون له امله تر اوسه هغوی نه دي توانېدلي چې ویجاړې شوې پروژې، لکه پلونه بېرته ورغوي.

هغه زیاته کړه: «موږ د خلکو ستونزې منو او هڅه کوو چې د خلکو ستونزې له مرکزي مسوولینو سره شریکې کړو او خلک هم باید خپلې غوښتنې بیان کړي څو موږ موضوع په کتبي ډول شریکه کړو.»

سرچینه هیله‌مندي وښوده چې د یاد پل د جوړېدو بودجه ترلاسه او کار یې ژر تر ژره پیل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.