Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د کتاب یو ورځنی نندارتون پرانیستل شو

فیروزکوه (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د کتاب اونۍ په مناسب یې د دغه ولایت په مرکز کې د کتاب لوستنې دودولو په موخه د کتاب یو ورځنی نندارتون پرانیستی دی.

په یاد نندارتون کې لسګونه فرهنګ‌پالو، ځوانانو او د خلکو بېلابېلو قشرونو ګډون کړی و.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي زعیم وویل، په یاد نندارتون کې د کتاب لوستنې او مطالعې فرهنګ د ودې په موخه زرګونه ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

هغه له ځوانانو وغوښتل چې یاد نندارتون ته مراجعه وکړي او خپل معلومات ډېر کړي.

دغه‌راز، د غور د ښوونځیو مسوولینو، زده‌کوونکو او لیدونکو د دې ډول نندارتونونو له ترسره کېدو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ، کومه ټولنه چې مطالعې ته مخه کړي، ټولنیز، علمي او فرهنګي مثبت بدلونونه به په‌کې رامنځته شي.

د سلطان شهاب‌الدین غوري لېسې امر مولوي محمدعارف ذاکر وویل: «هغه کسان چې کتاب لولي، روښانه ذهن به ولري، له ټولو غواړم چې مطالعې ته مخه کړي.»

د سلطان شهاب‌الدین غوري لېسې زده‌کوونکي غریب‌الله فاروقي هم له ځوانانو وغوښتل چې په ټولنیزو شبکو کې د وخت تېرولو پر ځای د کتاب مطالعې ته مخه کړي او خپله پوهه زیاته کړي.

د غور د اطلاعات او فرهنګ ریاست د مسوولینو د وینا پر اساس، په یاد نندارتون کې د فرهنګ، تاریخ، ادبیاتو، اقتصاد، ټولنې، دین او سیاست په څېر بېلابېلو برخو زرګونه جلده کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.