Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ا.ا د استخباراتو عمومي رییس وايي، د هغو ډلو مرکزونه چې د ځینو نړۍوالو سازمانونو راپورونو کې یې یادونه کېږي، په افغانستان کې نشته، بلکې دغه هېواد د ځینو هغو ډلو د تخریبي کړنو ښکار دی چې په ګاونډ او سیمه کې مرکزونه لري.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې په افغانستان هيڅ داسې ځواک نشته چې ا.ا تهدید کړي، په هېواد کې شته ټولې وسلې او پوځي تجهیزات د رسمي تشکیلاتو له مخې د مسوولو امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، فاریاب کې د ۲۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د مالګې د درېیو کانونو د استخراج او پروسس هوکړهلیک لاسلیک شو.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال ا.ا د افغان قومونو ګډ ټغر یاد کړی او ویلي يې دي، د اسلامي نظام کورنی او بهرنی سیاست د اسلام تر سیوري لاندې پر ملي ګټو راڅرخي او د پلي کېدو لپاره یې د ولس نظر او سلا مشورو ته اړتیا لري.
د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۵۹۵ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د ټولګټو وزارت وايي، دوو میاشتو کې د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۰۹ زره او ۱۵۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال له خپل پاکستاني سیال سره لیدنه کې ویلي، افغانستان لکه څنګه چې د ځان لپاره امن غواړي، نورو ته هم ښې هیلې لري او ټول باید د خپلو سیمو امنیتي مسوولیت پر غاړه ولري او د مسایلو د انحراف پر ځای واقعي همکاریو ته زمینه مساعده کړي.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې لغمان کې د ابو رسولو یوې شبکې جوړېدو ترڅنګ میدانوردګو کې د اوبو یوه بند جوړولو چارې پیل او سمنګان کې د یوه چکډیم چارې بشپړې شوې.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، زندان او توقیفخونې باید د شکنجې او ربړولو مرکزونه نه، بلکې د اصلاح او پوهې مرکزونه وي او هر زنداني چې له بنده خلاصېږي، باید د ټولنې د اصلاح او فلاح لپاره کار وکړي.
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې د جلالاباد ښار په وچ ډنډ ساحه کې د ښاروالۍ پر ځمکه د اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته واستول شوه.
افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ویسټانډیز لوبډلې پخوانی لوبغاړی ډوین براوو د ۲۰۲۴ کال شلاووریز نړۍوال جام لپاره د افغان ملي لوبډلې توپاچونې برخې سلاکار روزونکی ټاکل شوی دی.
د چاپېریال ساتني ملي ادارې رییس د م.م پراختیایي پروګرام له مسوول سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې دې ژر تر ژره پیل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن