کابل (پژواک، ۷ غویي ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له رییس سره په لیدنه کې په افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې پر ګډ کار او همکاریو ټینګار کړی دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO)له رئیس «ریچارډ ټرېنچارد» سره لیدلي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس ویلي، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې باید ګډ اقدمات ترسره شي څو مثبتې لاسته راوړنې ترلاسه شي.
خالص زیاته کړې: «د افغانستان خلک تېرو جګړو او په وروستیو کې اقلیمي بدلون سخت ځپلي دي او موږ غواړو چې له نړۍوالو او ملي موسسو سره په ګډه او همغږي توګه کار وکړو او د خپل ولس د هوساینې لپاره رغنده ګامونه پورته کړو.»
دی زیاتوي، د چاپېریال ساتني ملي اداره د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې له نړۍوالو ارګانونو او موسسو سره هر ډول کارکولو ته ژمنه ده.
د هغه په وینا: «کوښښ کوو چې له سفیرانو او نړۍوالو ارګانونو له استازو سره د خپلو لیدنو په لړ کې د اقلیمي بدلون موضوع مطرح کړو څو په ملي او نړۍوالو غونډو کې اقلیمي بدلون د سر ټکي او د بحث وړ موضوع وګرځي.»
خالص د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له رئیس وغوښتل چې ددې ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د سفرونو د تنظیم په برخه کې د مالي امکاناتو برابرولو او په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې سند (NDC-3) چمتو کولو په برخه کې دې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره مالي او تخنیکي مرسته وکړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي ځکه دا بشري موضوع ده او زیان یې یوازې ولسونو ته رسېږي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس دغه زار غوښتنه وکړه چې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس «کاپ ۳۰» په ګډون په نورو نړیوالو غونډو کې د افغانستان حکومت استازو د ګډون زمینې په برابرولو او «کاپ ۳۰» کنفرانس ته د چمتووالي په برخه کې لازمه تخنیکي مرسته او همکاري وکړي.
د خبرپاڼې په حواله،افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس وویل: «خوشبختانه د پخوا په پرتله د چاپېریال ساتنې ملي ادارې هڅې په ملي او نړۍوالو مجلسونو کې مطرح او په اړه یې مثبتې خبرې کېږي.»
نوموړي ژمنه وکړه چې دغه سازمان به له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او تخنیکي برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او په ملي کچه د ټاکل شوې وندې سند د چمتو کولو په برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دواړو خواو په ګډ کار، ګډۍ همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او هوکړه وشوه چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالو همکاریو را جلبولو لپاره کار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP