کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې په افغانستان هيڅ داسې ځواک نشته چې ا.ا تهدید کړي، په هېواد کې شته ټولې وسلې او پوځي تجهیزات د رسمي تشکیلاتو له مخې د مسوولو امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني دغه څرګندونې نن په کابل کې د امنیتي ځواکونو په ستاینغونډه کې وکړې.
حقاني په هېواد کې د دایمي امنیت لاملونه د بېلګې په توګه د شرعي نظام شتون، د خپلسریو مخنیوی او د وسلو کنټرول یاد کړل.
هغه زیاته کړې، له امارتي تشکیلاتو بهر که امنیتي کمپنۍ دي که سوداګر او یا د خصوصي سکتور نور جهتونه او اشخاص دي، هغوی ټولو ته د جواز له ترلاسه کولو وروسته د وسلو ګرځولو اجازه ورکول کېږي، له دې پرته هېڅوک حق نه لري چې وسله وګرځوي.
حقاني زیاتوي، د کورنیو چارو وزارت په تشکیلاتو کی د شاوخوا ۲۳۰ زره پولیسو شتون او د هغوی د مسلکی توب لپاره د کورنیو چارو وزارت هڅې او همداراز د درې ګونو امنیتي ارګانونو دفاع ، داخله او استخباراتو ترمنځ ښه همغږي د دایمي امنیت هغه بل سترعامل دی چې د ولس او نړۍوالو باور یې د ځان کړی دی.
د ده په خبره، هيچا ته د افغانستان د بېثباته کولو اجازه نه ورکوي.
حقاني دغهراز ویلي: «په ټول افغانستان کې نور د باغيانو، خوارج او داعش په نوم هېڅ داسې ځواک نشته چې د افغانستان شرعي نظام (اسلامي امارت) تهدید کړي او دا ځکه چې له فقهي او علمي لحاظه باغیان او خوارج هغو ته ویل کېږي چې هغوی په یوه معینه ځمکه تمکین ولري او د شرعي نظام د مقرراتو مخنیوی وکړي.»
هغه زیاتوي: «هر هغه څوک چې په مختلفو نومونو له کوم غار او چولې څخه د افغان ولس خلاف کوم تخریبي اعمال ترسره کوي، هغوی خوارج او باغیان نه، بلکې مفسدین فیالارض بلل کېږي چې په ټول هېواد کې هېڅ کوم مشخص ځای او ادرس نه لري.»
نوموړی دغهراز وايي، هېواد کې شته ټولې وسلې او پوځي تجهیزات د رسمي تشکیلاتو له مخې د مسوولو مجاهدینو او امنیتي ځواکونو په لاس کې دي، نو په همدې اساس هيڅوک دې د غیر مسوولو کسانو لاسونو ته د یادو وسلو د لوېدو اندېښنه نه کوي.
حقاني څرګنده کړې: «له خپل مسلمان ولس څخه غوښتنه لرم چې د امنیت په تامین کې د خپلو پولیسو ترشا ودرېږي او همداراز له نړۍوالو څخه غوښتنه لرم چې په افغانستان کې د امنیت د لا ښه ټینګښت په غرض د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په مسلکیتوب او مجهزتوب کې له موږ سره مرسته وکړي.»
هغه په هېواد کې موجودو ټولو سفارتونو، ډیپلوماټیکو مرکزونو، موسسو او خلکو ته ډاډ ورکړ چې پولیس له دفاعي او استخباراتي ځواکونو سره په همغږۍ د دوی د امنیت او خوندیتوب ضامن دي.
حقاني یو ځل بیا پر ټولو هغو افغانانو او شخصیتونو چې لا هم له افغانستانه بهر د جلاوطنۍ ژوند تېروي او د خپل ولس او شرعي نظام د مخالفت په سوچ کې دي، غږ وکړ چې خپل هېواد ته راستانه شي او دلته د ولس او نظام ترڅنګ ودرېږي، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او یوازې په خپل کور کې د هر افغان حیثیت او وقار خوندي وي.
د نوموړي په خبره، د اسلامي امارت رهبري او ټول افغان ولس به څومره خوښ وي چې نور یې په سیاسي اصطلاحاتو کې د سیاسي مخالفینو اصطلاح د ټولو وروڼو افغانانو په اصطلاح بدله شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن