د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د هوا له ډېرې ککړتیا شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي خو مسوولین بیا وايي، د یادې ستونزې د حل لپاره یې هلې ځلې پیل کړې دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ترمنځ د نږدې اووه سوه زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاريو هوکړهلیک لاسلیک شو.
د لوګر خروار ولسوالۍ د اوبو بند د ساتنې او څارنې د لومړۍ برخې پروژې چارې د نږدې ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې له کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ګټې اخیستنې کړنلارې مسوده او په ساختماني پروژو کې د غوري سمنټو کارولو په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور تایید شول.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، هېواد ته د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنيکي ستونزو او د ترکمنستان وارداتي برېښنا د توپان له امله پرې شوې ده.
د افغانستان په کچه د چرګانو د تولید لس زره فارمونه فعال دي چې په ورځني ډول ۱۷۰۰ ټنه غوښه تولیدوي، حال دا چې د هېواد اړتیا د ورځې ۱۶۰۰ ټنه ده.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د روسیې پارلمان له خوا د هغې طرحې د تایید هرکلی وکړ چې له مخې به یې د «طالبانو غورځنګ» نوم په هغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له لېسته لرې کولو ته زمینه برابروي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سوریه کې د اسرائیلي ځواکونو بمبارۍ غندلي او دغه کار یې د سوریې د خپلواکۍ څرګند نقض بللی دی.
د ټولګټو وزارت وايي چې د خلکو د ځان او مال ساتنې په موخه د سالنګونو لویه لار د ټولو لویو مسافروړونکو وسایطو لپاره د روان لمریز کال د مرغومي میاشتې تر څلورمې وتړل شوه.
په اسلاماباد کې افغان سفیر د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره په لېدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو مسایلو او سیمهاییز اتصال خبرې کړي دي.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د بلخ، اقینې او کندوز ولایتونو په ګمرکونو کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د لوړ تناژ تلې جوړې شوې.
د مالیې وزارت وايي، د نیمروز او سپینبولدک ګمرکونو کې د ۱۹،۲ میلیون افغانیو په لګښت د ارشیفونو جوړولو چارې پیل شوې.