Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او پاکستاني چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌اییز اتصال خبرې کړي

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۳): په اسلام‌اباد کې افغان سفیر د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو مسایلو او سیمه‌اییز اتصال خبرې کړي دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه سفارت سرپرست سردار احمد شکیب نن د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او همداراز د افغانستان لپاره د دغه هېواد له نوي ځانګړي استازي محمد صادق خان سره جلا جلا وکتل.

سرچېنې لیکلي، په دغو لیدنو کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو مسائلو، سیمه اییز اتصال، افغان کډوال، محصلین او اړوندو چارو خبرې وشوې.

افغان سفارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې لېندۍ میاشتې په ۱۵ مه هم د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت سرپرست قونسل دافغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له مشر سره د پانګوالو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو د سوداګرو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په اړه خبرې کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.