د کابل ښاروالي وایي، د ښار په اوومه ناحیه کې د ۲۴،۱ میلیون افغانیو په لګښت د سړک او کوڅو جوړولو درې پروژې بشپړې شوې.
د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان او سیمې له هېوادونو سره د خپلو سوداګریزو اړیکو پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بېرته فعاله کړي.
د افغانستان د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز په پرانیستغونډه کې ویلي چې دغه مرکز د کابل او تاشکند ترمنځ د همکاریو نوی فصل دی او ورسره به په دواړو هېوادونو کې د پانګونې فرصتونه، سوداګریزې اړیکې او کاري فرصتونه لا زیات شي.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د میدانوردګو د بهسودو په لومړۍ او دویمه حصه ولسوالیو کې د ۱۰،۴ میلیون افغانیو په لګښت دوه چکډیمونه جوړ شول.
د ریاستالوزراء سیاسي معاونیت د دفتر رییس د یوناما د سیاسي برخې له مشر سره لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت بشري حقونو ته د اسلام په رڼا کې درناوی لري او په افغانستان کې قوانین د دین پر اساس جوړېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ملا عبدالغني برادر د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبکستان ترمذ ښار ته ولاړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په مشرۍ یو پلاوی د ټاپي، ټاپ او ریل پټلۍ پروژوپه اړه د خبرو په موخه ترکمنستان ته ولاړ.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، له یوې جاپانۍ موسسې سره یې د ۷۱۰ زره ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې ننګرهار ولایت کې د اوبو لګولو کانالونو د ۱۱ پروژو ساتنه او مراقبت ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان دبهرنیو چارو وزیرانو په پنځوسمه غونډه کې د ګډون لپاره د کامیرون پلازمینې یاوندي ته ولاړ.
د ریاستإالوزراء سیاسي مرستیال وایي، اسلامي امارت هڅه کوي چي د پراختیايي پروژو په پلې کولو سره د بېکارۍ کچه را ټيټه او د خلکو اساسي ستونزې حل کړي.
د مالیې وزارت وایي، د هېواد په څلورو ګمرکونو کې د ۱۰.۵ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو لوړ تناژ تلو د ترمیم چارې پیل شوې.
اسلامي امارت د اسرائیل د یوه چارواکي هغه څرګندونې پر سختو ټکو غندلي چې ويلي یې دي، د اقصی جومات په دننه کې به يهودي کنيسه جوړه کړي.