د کډوالو چارو وزارت وايي، په تېر یو کال کې له ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو یو میلیون او ۸۷۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي او دا مهال د ګاونډیو په ګډون یو شمېر عربي هېوادونو کې څه باندې ۱۶ زره افغانان بندیان دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د څو قومونو ترمنځ د ځمکې او غرونو د ملکیت پر سر له اوږدې مودې راهیسې روانې شخړې او بدۍ حل او هوارې شوې.