د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۲۹۵ زره او ۲۳۲ امریکايي ډالرو په ارزښت له یوې موسسې سره د هوکړهلیک له لاسلیکېدو خبر ورکړی دی.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په تخار کې د څه باندې ۸۰ زره یورو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړ.
د اروپايي ټولنې شارژدافیرې د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې له افغانانو سره د یادې ټولنې د همکاریو او مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویلي یې دي، دغه تولنه هڅه کوي چې د دوحې د درېیمې ناستې شوې ژمنې عملي شي.
د کابل ښاروالي وایي، د لومړۍ ناحیې اړوند منډوي سیمه کې د ۲۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولین وایي، د تېر یوه کال په موده کې د افغانستان په کچه له ۶۱۲ زره ډېرو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته څه باندې ۱۵ میلیارده، ۴۰۷ میلیون او ۳۸۲ زره افغانۍ حقوق ورکړل شوي دي.
د افغانستان بانک سرپرست وایي، د پیسو مینځل او له جرایمو راپیداکېدونکي عواید نه یوازې د یوه هېواد اقتصادي او مالي سیسټمونه کمزوري کوي، بلکې د جرمي فعالیتونو د پیاوړتیا او پراخېدو لامل هم کېږي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وایي، اسلامي امارت هڅه کوي له ټولو ممکنه لارو په استفادې د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزه په اساسي ډول حل کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وايي چې افغانستان د اقتصادي ودې برخه کې لومړني ګامونه اخلي، اړتیا ده د سیمهييزې او نړۍوالې سیالۍ لپاره له ملي او نړۍوالو معیارونو سره سم محصولات او خدمات وړاندې کړي.
د قطر سره میاشت د پکتیا په مرکز ګردېز کې بېځایه شوو او راستنو شوو ته پنځوس کورونه، ښوونځی، مدرسه، روغتیايي مرکز او تفریحي پارک جوړوي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د بشرپالنې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په تېر زېږدیز کال کې یې له څه باندې ۲،۷ میلیون افغانانو سره مرسته کړې ده.
کابل ښاروالي وايي چې د کابل ښار دوولسمې ناحیې اړوند څرخي پله سیمه کې د ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت دوه فرعي سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د افغانستان بانک وایي چې سبا د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي.