د بهرنیو چارو وزارت وایي، د جاپان د ساساکاوا بنسټ مشر او د یوناما پخواني رئیس د دغه وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې پر هر اړخیزه همکارۍ ټینګار کړی او د ا.ا پلاوي ته یې جاپان ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د تورخم په ګمرک کې یې هېواد ته راوړل کېدونکي بېلابېل ډول نظامي تجهیزات نیولي او ورسره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
راپورونه وايي چې د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د فرقهییزو شخړو له امله ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر نور ټپیان دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي چې موسسات دې خپل اداري لګښتونه کنټرول کړي، خلکو ته دې مرستې د کار په بدل کې ورکړل شي او ډېر تمركز دې د اړمنو پر ستونزو وشي.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان مشر د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د روغتیایي سیسټم او خدمتونو پر پراختیا خبرې کړې او په دې برخه کې يې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې افغان او ازبکستاني چارواکو د امو سیند غاړو تحکیماتو په اړه په بلخ ولایت کې غونډه وکړه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ترکمنستان بهرنيو چارو وزير رشيد مرِداف، فضلمحمد صابر په دغه هېواد کې د ا.ا د شارژدافير په توګه ومانه.
د امریکا د ولسمشر مرستیالې ويلي، د اسرائیلو لومړي وزیر ته يې په غزه کې د مرګژوبلې په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې غزه کې د اوربند، د یرغملو د خوشي کولو او د جګړې د پای ته رسولو وخت دی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، لکه څرنګه چې پر ځمکنۍ بشپړتیا حاکمیت لري، ژر به پر خپل هوايي حریم هم حاکمیت ومومي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت به هېڅکله هم له خپل ملت سره خیانت ونه کړي او هېڅوک حق نه لري چاته د تېرو کړنو له امله ګوته ونیسي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، تمه ده چې د مس عینک سیمه کې د لرغونو آثارو خوندیتوب له تضمین د دغه کان استخراج او پروسس ژر پیل شي او زیاتوي چې د واخان دهلېز رغونه د افغانستان د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.
د رياستالوزراء اداري مرستيال وايي، چين دې د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا د دايمي غړي په توګه په نړۍوال سټېج کې د افغانستان له دريځ ملاتړ ته دوام ورکړي.