د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د کابل نړۍوال هوایي ډګر کې د ۲۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د معیاري انتظارخونې د جوړېدو خبر ورکړ.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال دوی ته په م.م سازمان کې د افغانستان څوکۍ د ورکړې، د بندیزونو ختمولو او له تور نوملړه د ا.ا د مشرانو د نومونو لرې کېدو غوښتنې وکړې.
افغان پوسټ دولتي شرکت د بهرنیو چارو او پوهنې له وزارتونو او د احصایې او معلوماتو له ملي ادارې سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې په خوست کې د څه باندې ۱۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۸۴ پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې دي.
د یوناما مشرې ويلي، د دوحې وروستۍ ناستې د پرېکړو له د افغانستان د خصوصي او بانکي سکټورونو د ملاتړ او له نشهیي توکو سره د مبارزې څرنګوالي په موخه د دوو جلا کمېټو پر جوړولو کار کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د حماس غورځنګ د سياسي دفتر له مشر سره ټيلیفوني خبرو کې د ا.ا او افغان ملت له لوري د فلسطين ملت د مقاومت او برحقه داعیې پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ایراني پلاوي سره لیدنه کې ویلي چې د اوبو د شتون په صورت کې به دغه هېواد ته د هلمند سیند کافي اوبه ورځي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستیال د رسنیزو سرغړونو ارزونې کمېسیون غونډه کې ویلي، له هغو فعالو رسنیو سره دې مرسته وشي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د ترکیې هېواد اړوند د ټیکا موسسې رییس د کابل ښاروالۍ له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د نوو هوايي پلونو د ډيزاين او د ښاري اسانتياوو برابرولو برخه کې د کابل له ښاروالۍ سره مرسته کوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له یوې موسسې سره یې د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړهلیک له لاسلیک کړ.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، په سیمه کې ځیني هېوادونه د ناسمو معلوماتو پر اساس غرضي تبلیغات کوي، خو د ا.ا موقف روښانه دی چې د افغانستان له خاروې به هېچا ته خطر متوجه نهشي او هېوادونه هم نهباید د خپل بام واورې پر افغانستان واچوي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، د روان زېږدیز کال په تېرو درېیو میاشتو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۸۵۸ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي او دغه راز څه باندې ۵۳۲ زره بیا یادو هېوادونو ته کډوال شوي دي.