د م.م سیاسي استازولۍ په افغانستان کې د ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودلې خو اسلامي امارت دغه اندېښنې ردوي او وایي چې په افغانستان کې شرعي قوانین نافذ دي او د ټولو شرعي حقونه ورکړل شوي دي.
راپورونه وایي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ډېری غړو هېوادونو ایران کې د حماس سیاسي دفتر د مشر وژنه غندلې ده.
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي چې په تېره چنګاښ میاشت کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۶۵ زره او ۷۱۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د ریاستالوزراء دفتر عمومي رییس وايي چې اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ملاتړ کوي، څو رسنیز فعالیتونه په هېواد کې پیاوړي او غښتلي شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر کال کې د افغانستان د سوداګرۍ حجم کابو لس میلیارد ډالرو ته رسېدلی چې له دې جملې څه باندې اته میلیارد ډالر یې واردات او ۱،۸ میلیارد ډالر یې صادرات دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د غزني ولایت په مرکز کې د ۳۰۹ میلیون افغانیو په لګښت تر ځمکه لاندې یو سوداګریز مارکېټ جوړېږي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو حل په اړه خبرې کړې دي.
د پوهنې وزارت وايي چې د اسلامي زدهکړو او ښوونکو د روزنې څانګو د نتایجو او شهادتنامو د برېښنایي کولو سیسټم نن پرانیستل شو.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په کابل ولایت کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو چکډیمونو د جوړيدو کار له بشپړېدو خبر ورکوي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، ا.ا له سیاسي پلوه په نړۍواله او سیمهییزه کچه مناسب ځای لري او په وینا یې چې نږدې راتلونکي کې به له ځینو نورو هېوادونو سره هم د ا.ا رسمي سیاسي اړیکې پیل شي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ۱۱ اروپايي هېوادونو ترڅنګ په کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان استازولیو له لوري قونسلي خدمتونه دوی ته د منلو وړ نه دي.
د سوداګرۍ وزارت وایي، افغانستان په تېرو شپږو میاشتو کې له بېلابېلو هېوادونو سره د څه باندې پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې او د صادراتو پروسس د شپږو زونونو په جوړېدو به دغه کچه لا زیاته شي.