ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ملاتړ کوي»

«اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ملاتړ کوي»

author avatar
31 Jul 2024 - 16:13
«اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ملاتړ کوي»
author avatar
31 Jul 2024 - 16:13

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء دفتر عمومي رییس وايي چې اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ملاتړ کوي، څو رسنیز فعالیتونه په هېواد کې پیاوړي او غښتلي شي.

د ریاست‌الوزراء د دفترعمومي رییس ملا ډاکټر عبدالواسع دغه څرګندونې نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام د پیل په مراسمو کې وکړې.

هغه وویل، اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ملاتړ کوي څو رسنیز فعالیتونه په هېواد کې پیاوړي او غښتلي واوسي.

دی وايي، رسنۍ د ملت او دولت ترمنځ د پله حیثیت لري او د رسنیو له لارې د ملت غږ تر دولت او همدارنګه د مسوولینو خبرې تر ولسه رسېږي، دا کار د ډاډ او همکارۍ فضا رامنځته کوي، په چارو کې شفافیت او ښیې حکومتولۍ ته لاره هواروي.

هغه زیاته کړه، د هېواد د پرمختګ لپاره دولت، ملت او رسنۍ ګډ مسوولیتونه لري چې باید په رښتینولۍ او پوره ایماندارۍ سره یې ترسره کړي.

نوموړی زیاتوي، له شته امکاناتو څخه په استفادې سره هڅه کوي څو خبریالان رښتینو اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۰مه پیل او د وږي میاشتې تر پایه به دوام ومومي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.