د سوېلي افریقا یو شمېر پانګهوالو د افغانستان د کانونو سکټور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د روغتیايي برخې متخصصینو یې ویلي چې افغانستان کې معیاري او مجهز روغتون جوړوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې د دوحې په ناسته کې اسلامي امارت ته د ګډون بلنه پر دې دلالت کوي چې نړۍ ورځ تر بلې د اسلامي امارت حیثیت او اهمیت درک کوي.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې د ټول هېواد په کچه ۷۰۲ زره او ۱۴۸ برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د هغو څرګندونو هرکلی وکړ چې د افغانستان له حکومت سره یې د لا ډېرو باثباته، دوامداره او حقیقي خبرو اترو ملاتړ کړی.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې د درېیمې حوزې پولیسو شپږ کسان له ۲۲ زره «ذیګپ» ګولیو سره یوځای نیولي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په لومړي ځل د نیکاراګوا هېواد له خوا د افغانستان لپاره په بېجینګ کې د غیرمستقیم سفیر له ګومارنې سره یې هوکړه کړې او هرکلی یې کوي.
د مالیې وزارت وايي چې د دغه وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري د کابل د بګرامیو ولسوالۍ نساجي فابریکې ته مخامخ له ۳۲۵ جریبه غصب شوې ځمکې څخه ۵۰ جریبه یې بېرته راوګرځول شوه او د پاتې ځمکې په بېرته راګرځولو کار روان دی.
رسنیو راپور ورکړی چې د ایټالیا په سويلي سواحلو کې د دوو کښتیو ډوبېدو پېښه کې ۱۱ کسان مړه، ۵۱ ژغورل شوي او ۶۴ نور لادرکه دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل ایراني سیال سره په ټلېفوني خبرو کې ویلي، د افغانستان په چارو کې دخالت د هېچا په ګټه نه دی، یوازې د همکارۍ، تفاهم او مشورې له مخې بېلابېلو برخو کې مؤثر پرمختګ شونی دی.
مسوولین وايي چې د هېواد په کچه دا مهال د هګیو چرګانو شاوخوا ۶۰۰ فارمونه د ورځې تر یونیم میلیون هګۍ تولید لري چې د داخلي مارکېټ څه باندې نیمایي اړتیا یې پوره کړې ده.
اسلامي امارت په غزه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اوربند له پرېکړې هر کلی وکړ او ویلي یې دي چې دا پرېکړهلېک د جګړې د بندېدو په تړاو مثبت پيل دی.
د کابل ښاروالۍ وايي، د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت او د تاریخي ارزښتونو د ساتلو په موخه د ښار په مرکزي برخه کې د پښتونستان واټ څلورلارې د بیارغونې او ښکلا چارې پیل شوې.