د دوحې ناستې د لومړۍ ورځې له غونډې وروسته د ا.ا ویاند ویلي چې د غونډې عمومي فضا ډېره ښه وه او د م.م د سرمنشي مرستیالې هم ویلي چې دغه غونډه ډېره ګټوره پیل شوه.
د یونیسف ادارې استازي د عامې روغتیا وزارت سرپرست ته د روغتیا برخه کې د شته ستونزو حل لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې له یاد وزارت سره به په همغږۍ خدماتو ته ادامه او لا پراختیا ورکړي.
د کابل ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۳۸۹ میلیون افغانیو په لګښت د د درېیو سړکونو او د یوه پله جوړلو چارې پیل شوې.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پر مثبت تعامل د ټینګار ترڅنګ ویلي، د مثبت تعامل په پایله کې له نړۍ سره د ا.ا اړيکې مخ په پراخېدو دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د افغانستان ملي حاکمیت د نقض په اړه څرګندونې ناسنجول شوی عمل او د اوبو خړولو هڅه ده چې د هیچا په ګټه نه ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې اسټرالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۶ میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ۸،۶ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د کابل ولایت د ارغندۍ ۵۰۰ کیلو ولټ سبسټېشن پروژې د جوړولو پاتې چارې پیل شوې.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي، په فراه کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو جوړولو چارې پيل شوې او د څه باندې ۴،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو چکډیم جوړ شو.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان لمریز کال په غویي میاشت کې د هېواد په کچه د څه باندې ۹۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او د څه باندې ۱۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، ټولې ادارې دې په همغږۍ د ټاکلو موخو لپاره هڅې وکړي چې بېکاري او فقر مهار شي او د اقتصادي پياوړتیا، ټولنیز مثبت بدلون او بنسټونو رغولو لپاره اساسي کار وشي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي چې د اسلامي امارت سیاستونه د ملي ګټو او افغان ولس د غوښتنو پر اساس غوره او پلي کېږي او په وینا یې، افغان حکومت د خلکو سلا مشورو ته په درنه سترګه ګوري.
د پوهنې وزارت سرپرست وايي، د یوې ټولنې وګړي لکه څنګه چې اوبو ته اړتیا لري، د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو زدهکولو ته هم جدي اړتیا لري.