د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغانستان بانک، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د چاپېریال ساتني ملي ادارې ته نوي سرپرستان وټاکل شول.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له یوې ترکي کمپنۍ سره د ۷،۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د جوزجان ولایت یتیمتاق سیمې د ګازو د دوو څاګانو د کېندنې چارو تړون لاسلیک کړ.
په کابل کې د جاپان سفارت وايي چې هېواد یې له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت برخه کې لس میلیون امریکایي ډالر مرسته کوي.
د فراه حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د شپږنیم میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یو چکډیم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له یوې موسسې سره د دوه میلیون او ۷۱۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکاریو د دوو هوکړهلیکونو له لاسلیکولو خبر ورکوي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د آذربایجان آسان خدمت مسوولینو د افغانستان له آسان خدمت سره د معیاري خدمتونو وړاندې کولو او تخنیکي برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې پولیسو د نشهيي توکو د پلور په تور اووه کسان نیولي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان بلوچستان کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې کسان وژلي، خيبرپښتونخوا کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو پر پوستې په راکټي برید کې دوه پاکستاني سرتېري او په لکي مروت کې درې نور کسان وژل شوي.
فاریاب کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې لمریزې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او هلمند کې د څه باندې ۶،۶ میلیون افغانیو په لګښت د ورته یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې درېیمه ناسته کې د یو شمېر هېوادونو د استازو څرګندونو کې د پام وړ مثبت ټکي تر سترګو شول چې له اسلامي امارت سره د تعامل د دوام او پراختیا اراده څرګندوي.
د افغانستان بانک سبا (د چنګاښ ۱۲مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې له افغانستان سره د یادې ټولنې له لوري د ۹۸ ټنه طبي تجهیزاتو د مرستو خبر ورکړی دی.