د م.م سیاسي استازولۍ په افغانستان کې د امر بالمعروف وزارت پر ځینو کړنو نیوکه کړې، خو د ا.ا ویاند وایي، دغه اندېښنې بېځایه دي، د ټولو اتباعو حقونه ورکړل شوي او افغانستان دې د یوې مسلمانې ټولنې په توګه وارزول شي.
د افغانستان بانک وايي چې په کابل کې یې ۸۸۹ میلیونه او ۹۲۰ زره زړې او له کاره لوېدلې افغانۍ سوځولې دي.
د کلیود بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، پکتیکا کې د څه باندې ۲۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵۵ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او خوست کې د ۹،۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو سولري شبکو چارې پیل شوې.
په کابل کې د قزاقستان سفیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د ځمکني او هوايي ترانسپورټي اړیکو پراختیا ته لېوال او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت تازه ټاکل شوی سرپرست وايي، د اقتصادي بریالیتوب لپاره یوازېنۍ وسیله کانونو دي، اسلامي امارت تل هڅه کوي چې د مالیاتو فشار پر خلکو کم کړي او دا کار هغه مهال کېږي چې کانونه په ښه توګه مدیریت شي.
د هېواد په درېیو ولایتونو کې د نږدې ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې جوړې او د دوو نورو چارې پیل شوې.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان زېږدیز کال په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په کچه د ملاریا نږدې ۵۰ زره او د ډينګي ناروغۍ ۱۰۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
کابینې ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې له کابل څخه تر غزني پورې د دویم سړک جوړولو په موخه له شرکتونو سره د قرارداد په اړه ناسته وکړي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ (پولیو) واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې کړې.
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې په موخه د مرابحې او وکالې په بڼه د اسلامي مالي خدمتونو ۱،۵ میلیون ډالرو او ۴۶ میلیون افغانیو د ورکړې طرحه تایید شوه.
د افغانستان بانک وايي، سبا (د چنګاښ ۱۸ مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.