منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۴ غ.و
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د مرابحې په بڼه د اسلامي خدمتونو څه باندې ۱۵۲ میلیون افغانیو ورکړې طرحه تایید شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۵ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې په موخه د مرابحې او وکالې په بڼه د اسلامي مالي خدمتونو ۱،۵ میلیون ډالرو او ۴۶ میلیون افغانیو د ورکړې طرحه تایید شوه.

مرابحه د سوداګرۍ یو ځانګړی ډول دی چې د اسلامي بانکدارۍ سیسټم کې د قانوني وسیلې په توګه کارول کېږي؛ په دې کې پلورونکي د خپل مال له پلورلو مخکې په واضح توګه د هغو توکو پېرلو نرخ په ګوته کوي او پلورونکي هم د هغو توکو په بدل کې ترلاسه شوې ګټه پېرېدونکي ته څرګندوي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، یاده طرحه د کرنیزې پرمختیا صندوق د مدیره پلاوي په غونډه کې چې د یاد وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ جوړه شوې وه، ومنل شوه.

خبرپاڼه کاږي، اسلامي مالي خدمتونه د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ او د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې او پراختیا لپاره له ټاکل شوو معیارونو سره سم د غوښتونکو لپاره ورکول کېږي.

د خبرپاڼې په حواله، د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې په موخه د مرابحې او وکالې په بڼه دوو کورنیو شرکتونو ته د پيسو د ورکړې د څرنګوالي د څېړنې غونډه کې د غوښتونکو د غوښتنې په پام کې نیولو سره، د شکور قناعت د خوراکي توکو تولیدي شرکت او د اطلس کشمېره لمټېډ سوداګریز شرکت ته د کرنې او مالدارۍ برخو کې د کار په موخه د اسلامي مالي خدمتونو له لارې د یو میلیون او۵۰۰ زره ډالرو او ۴۶ میلیون افغانیو ورکړه ومنل شوه.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تېرې وري میاشتې په ۸مه د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې په موخه د مرابحې په بڼه د اسلامي مالي خدمتونو ۷۰ میلیون افغانیو او د همدې میاشتې په ۲۰مه هم د ۴۰۰ میلیون افغانیو د ورکړې طرحه منل شوې وه.