کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د یونیسف ادارې استازي د عامې روغتیا وزارت سرپرست ته د روغتیا برخه کې د شته ستونزو حل لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې له یاد وزارت سره به په همغږۍ خدماتو ته ادامه او لا پراختیا ورکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د یونیسف سازمان له مشر ډاکټر تاجالدین اویلا او مل پلاوي سره د روغتیايي سیسټم د پرمختګ او په روغتیايي خدماتو کې د شته ستونزو د حل په موخه لیدنه ترسره کړه.

خبرپاڼه کاږي، د یاد وزارت سرپرست د یونیسف ادارې له مسوولینو سره د مور او ماشوم روغتیا، د سوء تغذیې ناروغانو د درملنې، د پولیو ناروغۍ د واکسین تطبیق، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مراکزو جوړولو، روغتیايي مراکزو ته د درملو او تجهیزاتو پر وخت رسونې او د روغتیايي خدماتو برخه کې د معیار او شفافیت په اړه خبرې وکړې.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یونیسف استازي له لوري د عامې روغتیا وزارت سرپرست ته د شته ستونزو د حل په موخه د بشپړې همکارۍ او هڅو ډاډ ورکړل شو او په وینا یې له عامې روغتیا وزارت سره به په همغږۍ خدماتو ته ادامه او لا پراختیا ورکړي.

د یادونې ده چې په کابل کې د جاپان سفیر د روانې چنګاښ میاشتې په ۶مه د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره د لیدنې پر مهال ویلي وو چې هېواد به یې د تېر په څېر د افغانستان د روغتیا له برخې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.