د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې ایرانایر هوايي شرکت په لومړي ځل کابل ته خپلې الوتنې پيل کړې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د جلالاباد ښار بزازۍ چوک کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې جوړولو طرحه تایید شوه.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایي چې په هرات، خوست او کابل ولایتونو کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو او یوه چکډیم جوړولو چارې بشپړې شوې.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو یو کس له ۲۶۲ کیلوګرام چرسو او څلور نور کسان له څلور زره زیکپ ګولیو سره نیولي دي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په غزني کې د څه باندې ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۲ پراختیايي پروژو او په کندهار کې د څه باندې ۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې جوړولو چارې بشپړې شوې.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو په کابل ښار کې یو کس د خلکو پر مرګ ګواښلو او باج اخیستنې او اته نور کسان د غلا په تور نیولي دي.
د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د سرو زرو د موقت صدور کړنلاره تایید او دغه راز پرېکړه وشوه چې د اترا اداره دې نوو متقاضیانو ته د نوري فایبر ملي جوازونه د ملي ګټو په پام کې نیولو سره، د نړۍوالې داوطلبۍ له لارې ورکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو» د نوم ایستلو احتمال له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې له اسلامي امارت سره د اړیکو د اړتیا له مخې څېړل کېږي.
د اسلامي امارت کابینې د کابل ښار ماسټر پلان د تطبيق په اړه پرېکړه وکړه او طرزالعمل ته په کتو هره اداره مکلفه وګڼل شوه څو د ماسټر پلان د تطبيق برخه کې خپلې چارې او مسووليتونه ترسره کړي.
د مالیې وزارت وايي، د هرات د اسلامکلا ګمرک کې د ۲۳۱،۸ میلیون افغانیو په لګښت د موټرو تمځای جوړولو چارې پیل شوې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان زېږدیز کال په تېرو پنځو میاشتو کې د هېواد په کچه ۲۰۳ کسان د کانګو پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې شپږ کسان مړه شوي دي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د څه باندې ۱۰،۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د امو دریا نفتي حوزې اړوند د انګوټ سیمې ۲۰ زره ټنه خام نفت د داوطلبۍ له لارې پر یوه کورني شرکت وپلورل.