د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د فدراتیفې روسیې د کار او ټولنیز خوندیتوب له وزیر سره په لیدنه کې روسیې ته د افغان کارګرو قانوني لېږلو په اړه طرحه شریکه کړې ده.
د راپورونو پربنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند طرحې عملي کېدو په تړاو د خبرو اترو په موخه منځني ختیځ ته سفر کوي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، جوزجان ولایت کې د آقچې پنځهګونو ولسوالیو لپاره د بشپړې برېښنا رسونې پروژې چارې پیل شوې.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له مسوول سره په لیدنه کې ویلي چې نشهیي توکي یوازې د افغانستان ستونزه نه، بلکې نړۍوال بشري ناورین دی.
د افغانستان بانک سرپرست وايي چې مناسبو مالي خدمتونو ته لاسرسی کولای شي د ټیټ عاید لرونکو خلکو په اقتصادي پیاوړتیا او د فقر په کمېدو کې مهم رول ولوبوي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس وایي چې هېوادونه دې د اقلیم بدلون او چاپېریال لپاره نړۍوالو مالي سرچینو ته د دې ادارې د لاسرسي پر وړاندې خنډونه او محدودیتونه لرې کړي.
د اندونیزیا هېواد یوه پلاوي د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې دوی به د اندونیزیا حکومت، خلکو او نړۍ ته د افغانستان واقعي وضعیت په ډاګه کړي.
د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت وايي، له یوې موسسې سره یې د څه باندې دوه میلیون او ۷۳۱ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ټاکل شوې په «سن پټرزبورګ» اقتصادي ناسته کې د اسلامي امارت په استازیتوب د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ګډون وکړي.
د رياستالوزراء اداري مرستيال وایي چې ځیني ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې له مدرسو وېره لري، د دوی دغه اندېښنه بېځایه ده؛ ځکه په مدارسو کې داسې څه نشته چې د وېرې لامل وي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار او د تورخم کډوالو کمپ کې د ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو درې شبکې جوړې او د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې.
د افغانستان برېښنا شرکت د مېترونو جوړولو له یوې چینايي کمپنۍ سره د ۲،۷ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د یو فاز او درې فاز مېترونو جوړولو تړون لاسلیک کړ.