Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان له روسیې سره دغه هېواد ته د افغان کارګرو قانوني لېږلو په اړه طرح شریکه کړې ده

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د فدراتیفې روسیې د کار او ټولنیز خوندیتوب له وزیر سره په لیدنه کې روسیې ته د افغان کارګرو قانوني لېږلو په اړه طرحه شریکه کړې ده.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د «سن پټرزبورګ» اقتصادي سرمشریزه کې چې د جون په ۵مه پیل او تر اتمې یې دوام وکړ، روسیې ته تللی دی.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له‌ خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د «سم ‌پیټرزبورګ» ۲۷مې اقتصادي سرمشریزې په څنډه کې د فدراتیفې روسیې د کار او ټولنیز خوندیتوب له وزیر انټون کوټیاکوف سره په لیدنه کې د اقتصادي، سوداګریزو او دوه ‌اړخیزو اړیکو پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې.

عمري له خپل روسي سیال سره په خبرو کې دغه هېواد ته د افغان ماهر او نیمه‌ماهر کارګرو لېږلو، د غوره کار، د ټولنیز خوندیتوب سکټورونو کې د خپلو تجربو شریکولو او په یادو ډګرونو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونو برابرولو په اړه خبرې کړي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې لیدنه کې روسیې هېواد ته د افغان کارګرو د قانوني لېږلو په اړه یوه طرحه هم له کوټیاکوف سره شریکه کړې ده.

د یو بل خبر له مخې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د سن پیټرزبرګ ۲۷مې اقتصادي سرمشریزې ته په خپله وینا کې ویلي، افغانستان د اسیا په زړه کې د جیواکونومیک او جیوسټراتیژیک موقعیت په درلودو سره د اسیا شمال او سوېل په اتصال کې د پله حیثیت لري.

د عمري په وینا، افغانستان د انرژۍ او نورو اقتصادي توکو سوداګرۍ کې ډېر بالقوه فرصتونه او د سیمې په امنیت کې مثبت رول لري.

هغه هیله څرګنده کړې چې د سیمې هېوادونه دې یادو خصوصیاتو ته په کتو د افغانستان له اسلامي امارت سره مثبت تعامل وکړي.

هغه زیاته کړې، په تېرو درېیو کلونو کې اسلامي امارت د سولې او امنیت برخه کې خپلې ژمنې پوره کړې او د اقتصادي فعالیتونو لپاره یې باثبات چاپېریال رامنځته کړی دی.

عمري زیاتوي: «زموږ د اقتصادي پالیسۍ موخه د یو سوکاله او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان جوړول دي چې د سیمې په اقتصادي پلانونو کې مرسته کولی شي.»

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو خبرو په دوام ویلي: «د مختلفو هېوادونو له تحریماتو او بندیزونو افغانستان تر بل هر هېواد ډېر متأثر دی او نور باید دا تحریمونه پای ته ورسېږي.»

نوموړي دغه راز زیاته کړې، افغانستان باید د چین د یو کمر بند یوه لار له پروژې هم استفاده وکړي او دغه راز په ازاد تجارت کې د افغانستان رول او په همدې برخه کې د اوراسیا مطرحو هېوادونو اتصال په اړه باید د دغه هېواد له جغرافیوي جوړښته اعظیمه استفاده وشي.

د ده په وینا، د اوراسیا په اتصال کې پراته هېوادونه باید د افغانستان اوسپنې پټلۍ او همدارنګه د سړکونو په انکشاف او رغونه کې همکاري وکړي، د اوراسیا همدغه اقتصادي هدف ته د رسېدو لپاره د افغانستان د انرژۍ او ټکنالوجۍ برخه کې باید لا ډېر انکشافات راشي.

عبدالمنان عمري څرګنده کړې: «موږ ژمن یو چې په اقتصادي وده کې په افغانستان پورې تړلې ټولې ننګونې له منځه یوسو او اقتصادي ودې ته داسې چاپېریال رامنځته کړو چې نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې په ګټه وي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست همدارنګه زیاته کړې چې افغانستان د اقتصادي همکاریو او مشارکت لپاره چمتو دی‌.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.