د عامې روغتیا وزارت وایي، په ټول هېواد کې د ګوزڼ (پولیو) واکسین کمپاین پیل شو چې په ترڅ کې به يې څه باندې ۱۱ میلیون ماشومان واکسین شي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار شپاړسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یو کس د شپږ میلیون او ۱۹۴ زره افغانیو د غلا په تور نیول شوی دی.
د پکتیا ډنډپټان په ګمرک کې د ۸،۳ میلیون افغانیو په لګښټ د یوه جومات جوړولو چارې پیل شوې، بلخوا په جوزجان ولایت کې یوه ښوونځي ته د یوه کس په شخصي لګښت ودانۍ جوړه او پرانیستل شوه.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له شپږو ملي او نړۍوالو موسسو سره د ۸،۷ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت اته هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر د وړاندیز شوي پلان هرکلی کړی او ویلي یې دي، اوس د دې وخت دی چې جګړه ودرول شي.
راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا د بنو په جانيخېلو سیمه کې د پاکستان ځواکونو پر یوه موټر چاودنه شوې چې له امله یې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې، هغه اصناف چې کلنی پلور یې تر دوه میلیون افغانیو پورې وي د ثابتې مالیې له ورکړې معاف او له هغو اصنافو او کسبګرو چې کلنی پلور یې له یادې اندازې ډېر وي، د ۰،۵ سلنې پر ځای ۰،۳ سلنه مالیه اخیستل کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدارسیون د رهبرۍ، د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د هغو څرګندونو هرکلی کوي چې له ا.ا سره یې د اړیکو پراختیا په تړاو د سیاسي عزم څرګندونه کړې.
د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او بندرونو له لارې هېواد ته د درې زره او ۱۴۳ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې درېیمې غونډې اجنډا کې دا ځل مثبت بدلون لیدل کېږي چې مالي او بانکي وضعیت، له نشهیي توکو سره مبارزه، د خصوصي سکټور وده او د اقلیم بدلون یې د بحث اساسي موضوعات جوړوي.
د افغانستان د مخابراتو وزارت سرپرست وايي، مخابراتي شرکتونه مکلف دي، هغه قوانين چې هغوی ته د اترا ادارې له خوا وضع شوي، پلي کړي او د قانون مطابق خپل خدمات سرته ورسوي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د قطر هېواد د کار له وزیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړيکو سربېره، یاد هېواد ته په قانوني توګه د ماهرو او نيمه ماهرو افغان کارګرو د لېږلو په اړه خبرې کړې دي.